فاریاب؛ طالبان ښځې او ماشومان د سپر په توګه کاروي

په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د لومړۍ لوا قوماندان روزمحمد غرنی سلام‌وطندار ته وویل، طالبان د خلکو له کورونو د سنګر او له ښځو او ماشومانو نه د انساني سپر په توګه کار اخلي.

د نوموړي په وینا، طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې وسه نه‌لري او همدا لامل دی چې له خلکو نه د سپر په توګه کار اخلي.

غرنی وايي، د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مخنیوي لپاره هڅه کوي چې په بشپړ پام د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي چې په وینا یې، دا کار افغان ځواکونه له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

په همدې حال کې د فاریاب د شېرین‌تګاب ولسوال سیدشراف‌الدین هم وایي چې طالبان په یاده ولسوالي کې د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.

د نوموړي په وینا، طالبانو هغه کورونه چې د سړک غاړې ته دي، د تونلونو له لارې سره تړلي او له هماغه ځایه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

نوموړی وايي، افغان ځواکونه یې هم په غبرګون کې یاد کورونه پر خاورو بدلوي، خو طالبان د اېستل شویو سوپانو له لارې تښتي او همدا لامل دی چې ملکیانو ته ډېره مرګ‌ژوبله اوړي.

د شېرین‌تګاب ولسوال زیاتوي، که خلک د طالبانو د دې کار پر وړاندې غبرګون وښیي، هغوی ورته وايي، که په جګړه کې ووژل شوئ، شهیدان یئ او که پاتې شوئ، د جهاد په ثواب کې شریکېږئ.

بله‌خوا د شېرین‌تګاب یو اوسېدونکی غلام‌سخي وايی، طالبان په زوره د خلکو کورونو ته ور ننوځي او تونلونه باسي، خو خلک د کور له پرېښودو پرته بله لار نه‌لري.

د یادونې ده چې د شېرین‌تګاب ولسوالي بازار او کلي د میمنې ـ مزار پر لویه لار پراته دي او یادې سیمې د طالبانو په لاس کې دي او همدا لامل دی چې هغوی پر یادې لارې پر تېرېدونکیو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او له کبله یې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام