ټیفا: د سولې ناڅرګند برخلیک به پر ولسمشریزو ټاکنو اغېز وکړي

یوه امریکايي څېړونکي توماس جانسون په افغانستان کې د تېرو درېوو ولسمشریزو ټاکنو په اړه په خپل څېړنیز راپور کې یادې ټاکنې له ستونزو او درغلیو ډکې وبللې.

نوموړي نن په کابل کې د سیمه‌ییزو مطالعاتو مرکز له لوري په جوړې شوې غونډې کې د وېډیويي کنفرانس له لارې د خپلو څېړنو ۱۰۱ مخیز راپور وړاندې کړ چې په‌کې د تېرو ټاکنو نیمګړتیاوې او د راتلونکیو هغو لپاره وړاندیزونه شامل وو.

د ټاکنیز سېسټم سمون، د سیاسي ګوندونو پیاوړتیا او د ټاکنو پروسې ښه څار، هغه مهم وړاندیزونه وو چې د جانسون په څېړنیز راپور کې ورته ځای ورکړل شوی و.

په همدې حال کې د ټیفا رییس نعیم ایوب‌زاده هم تېرې ټاکنې له ستونزو ډکې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د راتلونکیو ټاکنو روڼوالي لپاره باید د ټاکنیزو کمېسیونونو ولایتي دفترونو ته ډېر واک ورکړل شي.

نوموړي د نوم‌لیکنې او رای‌ورکولو بهیرونو بایومټریک کول، د عامه پوهاوي ډېروالی او په کمېسیون کې د مسلکي کسانو ګومارل هم مهم وبلل چې باید د راتلونکیو ټاکنو پرمهال ورته پام وشي.

د ایوب‌زاده په وینا، د سولې ناڅرګند برخلیک هم پر راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو سیوری غوړولی او که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي یادې ټاکنې پر ټاکلې نېټې و نه‌شي.

د ټیفا مسوول وايي، د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یوه نوماند ۵۰+۱ رایې پوره کولې او دویم پړاو ته یې د تللو اړتیا نه وه او دوی په‌دې اړه یو راپور هم چمتو کړی و، خو د ځینو ګواښونو له امله یې خپور نه‌کړ.

ایوب‌زاده زیاتوي، په یاد راپور کې داسې سندونه وو چې په هرات، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې دویم پړاو ته د ولسمشریزو ټاکنو تللو لپاره په لوی لاس زمینه برابره شوه.

بله‌خوا د سیاسي چارو شنونکی  قمرالدین صدیقي وايي، افغانان اوس پر ټاکنو او د سولې پر پروسې بې‌ باوره شوي او که افغان حکومت او نړېواله ټولنه ورته پام و ‌نه‌کړي، کېدای شي هېواد د کړکېچ خوا ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د سولې او ولسمشریزو ټاکنو او پایلو په اړه اندېښنې ښودل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام