ننګرهار کې هندوانو او سکهانو له‌پاره ښوونځی جوړ شو

هندوان او سکهان هغه لږکي افغانان دي چې له پېړیو راهیسې په افغانستان کې په‌دې ګیلې سره اوسېږي چې د وخت حکومتونو تل څنډې ته کړي‌دي.

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د هندوانو او سکهانو لسګونه کورنۍ اوسېږي چې پخوا دا شمېر سلګونو هغو ته رسېد.

وروستیو ناامنیو او پر دوی د تېر کال له خونړي برید راوروسته یې شمېر په کمېدو دی.

پنځه کاله مخکې یوې خیریه موسېسې جلال‌اباد کې د هندوانو او سکهانو کوچنیانو ته یو کلیوالي ښوونځی جوړ کړ چې وروسته پوهنې وزارت رسمي کړ او همدا تېره ورځ په لومړۍ ناحیې کې رسماً د دوی د ماشومانو له‌پاره پرانېستل شو.

چارواکي وايي، غه ښوونځی پخوا منظور شوی‌و؛ خو د ځای د نه‌شتوالي له امله تر اوسه نه جوړېد. اوس د همدې لږکیو په‌خپلې ۸بسوې ځمکې د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت جوړ شو چې ۶درسي خونې او نور اړین ملحقات لري.

د ښوونځي جوړېدو لګښت یې سویډن کمېټې ورکړی.

د هندوانو او سکهانو ښوونځی او ورسره درې نورې پوهنیزې پروژې تېره ورځ پوهنې سرپرست وزیر دوکتور میرویس بلخي، ننګرهار والي او نورو چارواکیو پیل او پرانېستې.

پوهنې وزیر په خپل دغه سفر کې د هندوانو او سکهانو پر ښوونځي سربېره جلال‌اباد ښار کې د صدیق الله رښتین لېسې دوه ودانۍ هم پرانستلې او دغه راز یې د شهید محمد عارف لېسې له‌پاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره هم کېښوده.

د پوهنې سرپرست وزیر بلخي وايي، د ښوونځیو د ودانیو پرانېستې تر څنګ په ټوله کې د ننګرهار پوهنې وضعیت ارزونې په موخه جلال‌اباد ته راغلی و.

د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکي زیاتوي د هندوانو او سکهانو ښوونځی ۶ ښوونکي لري چې ۳ یې رسمي او ۳ یې قراردادي دي.

هندوان او سکهـان هېوادوال ډېر کله دوی ته د حکومت له نه پامه سرټکوي؛ خو د دوی ماشومانو ته د ښوونځي په جوړولو خوښي ښيي.

اقبال سینګهـ د سکهانو ښوونځي یو استاد وايي چې د دوی ماشومان به اوس د زده‌کړو په مرسته د نورو افغانانو په څېر د وطن د خدمت جوګه شي.

دې ښوونځي کې کال مخکې نېږدې ۴سوو نرینه‌وو او ښځینه‌وو زده‌کوونکيو درس ویلو؛ خو پر دوی وروستیو امنیتي پېښو د هندوانو او سکهانو زده‌کوونکیو شمېر کې کموالی راوستلو.

جلال‌اباد کې پر سکهانو او هندوانو د تېر کال له ځانمرګي برید راوروسته ـ چې ګڼو سکهانو او هندوانو ته په‌کې مرګژوبله واوښته ـ اوس دغه خلک له رسنیو سره ډېرو خبرو ته زړه نه ښه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام