د ولسي جرګې غړیو نننۍ عمومي غونډې کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د افغان حکومت په حضور کې خبرې وکړي او اړتیا نهشته چې دغه هېوادونه له طالبانو اتلان جوړ کړي.
د ولسي جرګې یو شمېر استازیو وویل چې د سیمې یو شمېر هېوادونو د سولې خبرو او افغانستان کې د بحران پای ته رسولو په پلمې له طالبانو سره خپلې اړیکې علني کړې چې دا چاره په یو ډول د نړۍ په کچه د افغان حکومت مشروعیت کموي.
وکیلان ټینګار کوي چې امریکا باید افغانستان کې د سولې تامینولو لهپاره سیمه کې د طالبانو په ملاتړ هېوادونو فشار زیات کړي او هغو خبرو ته ـ چې د افغان حکومت د استازي په نهشتوالي کې کېږي ـ د پای ټکی کېښودل شي.
د ولسي جرګې غړیو په وینا، یو شمېر هېوادونه د خپلو ګټو ترلاسه کولو لهپاره طالبانو سره خبرې کوي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم د ولسي جرګې د ځېنو غړیو اندېښنې پرځای بولي او وايي، له افغان حکومت پرته د افغناستان د سولې سیمهییزې خبرې اغېزمنې نهدي او په یو ډول لاسوهنه شمېرل کېږي.
ښاغلی ابراهیمي زیاتوي، تر هغه چې افغان حکومت له ځواکمن دریځه طالبانو سره خبرې ونهکړي؛ د سولې په ګټه نه تمامېږي.
ولسي جرګه داسې مهال کې د سیمې هېوادونو له لوري د طالبانو اتل جوړولو مسلې ته اشاره کوي چې تازه مورد کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې راتلونکي کې دې طالبانو ته په افغان دولت کې رول ورکړل شي او افغانان باید پرېکړه وکړي.
د ښاغلي ظریف دغه څرګندونې د دې لامل شوې چې افغان حکومت یې پر وړاندې غبرګون وښيي او د ایران دولت چارواکي د طالبانو نوي ویاندویان معرفي کړي.