
د غورـ کابل لویه لار ځېنې مسافران او د غور د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د دې لویې لارې په ګډون، د غور مرکز سره د څو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل بندېدي.
د دوی په وینا، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که دولت د دغو لارو پرانیستلو ته پام ونهکړي؛ ناروغان به یې ژوند له لاسه ورکړي.
د غور د ټولګټو ریاست سرپرست عبدالغفور حقیار هم وايي، د تېرې شپې واورې ورېدلو د کابل ـ غور لویه لار او د ۸ ولسوالیو لارې تړلي.
ښاغلی حقیار د غور له اوسېدونکیو او موټرچلوونکیو غواړي چې د هوا تر ښه کېدو پورې سفر ونهکړي.
ده په ورته وخت کې ډاډ ورکړ چې د لارو د پرانیستلو په پار د دوی قراردادي ډلو کار پیل کړی او د ټولګټو ریاست ډله هم د لعل او کرما او بندباین ته تللې او ډېر ژر به لارې خلاصې شي.
غور د هېواد لویدیځ کې له غرنیزو ولایتونو دی چې ژمي کې د واورې او باران ورېدلو له امله یې لارې تړل کېږي.





