د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې د خنډ خبرداری

د کندوز ولایت هغو وکیلانو ـ چې د ولسي جرګې په لومړني نوم‌لړ کې يې نومونه نه وو ـ نن یې د خپلو ملاتړیو سره یوځای د دې ولایت د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفترونو دروازې وتړلې.

معترض نوماندان ادعا کوي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې «پراخه درغلي» شوې‌ده.

دوی د پرلت خېمو په وهلو سره وايي، تر هغو چې د ټول کندوز رایې بیا له سره ونه‌ شمېرل شي او بایومتریک او نابایومتریک رایې له یو بله بېلې نه‌شي؛ له اعتراضه لاس نه‌اخلي.

د دوی په وینا، که یې غوښتنو ته رسېدنه ونه‌شي؛ خپلو اعتراضونه به پراخه کړي او په کندوز کې به د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې خنډ شي.

معترضان وايي، په‌دې وروستیو کې داسې ویډیو خپره شوې چې د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس له لورې د داسې بریالیو کاندیدانونو نومونه په‌کې اخېستل شوي چې د کمېسیون د دارالانشاء او سیاسي ګوندونو د نفوذ پر بنسټ بریالي ښودل شوي؛ خو کافي رایې نه‌لرلې او نومونه یې د بریالیو نوماندانو په نوم‌لړ کې لیدل کېږي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر مسوولان وايي چې د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مسوول رسول عمر یې د دې ویډیو په اړه ځواب د ځواب ویلو په پار کابل ته غوښتی و؛ خو تر اوسه یې کمېسیون ته مراجع نه‌ده کړې.

په‌دې اړه مو د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر د مسوولانو نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو هغوی څه ویلو ته حاضر نه‌شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام