په پام کې وه چې د جدې د سولې غونډې په نامه د افغانستان د سولې په تړاو د روان زېږدیز کال د جنورۍ پر ۴ مه د عربستان په کوربتوب غونډه جوړه شي؛ خو دغه غونډه جوړه نهشوه.
د هېواد د سولې عالي شورا وايي چې تر اوسه سعودي عربستان او ګډونوالو هېوادونو د یادې غونډې د جوړېدلو دقیق وخت نهدی اعلان کړی.
د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، سره لهدې چې د جدې د سولې غونډې د جوړېدو دقیق وخت نهدی اعلان شوی؛ خو ترڅو چې د دې غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان د سولې د خبرو ـ اترو پلاوي ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو قوي ضمانت ور نهکړي، افغان حکومت باید خپل استازي یادې غونډې ته ونهاستوي.
د سولې عالي شورا ویاند زیاتوي، د تېرو غونډو تجربه دې بیا نه تکرارېږي.
د ابوظبۍ په درې ورځنۍ غونډې کې ـ چې په تېرې زېږدیزې میاشت کې د عربي متحده ایالاتو په پلازمېنې کې د امريکا، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د طالباستازیو په ګډون جوړه شوه ـ د طالبانو ډلې د افغانستان له پلاوي سره ونه کتل.
بلهخوا د طالبانو غړي وايي، د سولې په خبرو کې ـ چې په پام کې وه په همدې میاشت کې په عربستان کې وشي ـ شرکت نهکوي.
.jpg)
د یادې ډلې یو غړي روېترز خبري آژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مشران له دوی غواړي چې د افغان حکومت له پلاوي سره یقیني وګوري.
د طالبانو د دې غړي په خبره چې له همدې امله یې د سعودي عربستان لېدنه لغوه کړېده.
په پام کې ده چې د سهشنبې په ورځ افغاني پلاوی د سولې د خبرو په تړاو پاکستان ته سفر وکړي.
د سولې د عالي شورا ویاند وايي چې د دې شورا د دارالانشاء مشر محمدعمر داودزی، د سولې د اجماع لهپاره په سیمهيیزو چارو کې د ولسمشر استازی او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازی روانه اوونۍ د سهشنبې په ورځ د څلورو ورځو لهپاره پاکستان ته ځي.
سیداحسان طاهري د دې سفر موخه د افغانستان د سولې بهیر کې د پاکستان عملي ملاتړ او د سولې له سیمهيیزې اجماع د دې هېواد ملاتړ جلبول په ګوته کړل.
د سولې عالي شورا په نظر، په نړۍواله کچه چې کوم بدلونونه را منځته شوي؛ د افغانستان د سولې بهیر چټک شوی او د سولې د خبرو په بهیر کې به تر راتلونکیو درېیوو میاشتو پراخه بدلونونه تر سترګو شي.





