
د یو شمېر باروړونکیو موټرو چلوونکي د هرات ـ کندهار لویې لارې پولیس له دوی نه د باج اخیستو او ورته د توهین کولو ترڅنګ، پر جنسي تېري تورنوي.
دوی وايي، پر یادې لویې لارې نه یوازې پولیس، بلکې وسلهوال طالبان هم ترې باج غواړي او که ور یې نهکړي، وهي ـ ډبوي یې.
دا لومړی ځل دی چې د هرات ـ کندهار لویې لارې یو شمېر موټرچلوونکي د دې لارې پولیس په جنسي ځور تورنوي.
محمدداوود، نثاراحمد او محمدحلیم چې پر یادې لویې لارې باروړونکي موټر چلوي وایي، ټرافیک، د پوستو پولیس او ان وسلهوال طالبان ترې د لارې په اوږدو کې په ناقانونه توګه پیسې اخلي او اړ دي چې تر کابله له شل تر دېرش زرو پورې دوی ته ورکړي.

دوی وايي، په پوستو کې ډېری پولیس پر نشهيي توکیو روږدي دي او که موټرچلوونکي پیسې ور نهکړي، نه یوازې وهي یې، بلکې ان جنسي تېری هم پرې کوي.
موټرچلوونکي وايي، څو ځله یې خپلې ستونزې له دولت سره شریکې کړي، خو تر اوسه ورته پام شوی نهدی.

په همدې حال کې د ټرانسپورټ وزیر محمدحمید طهماسي که څه هم د لویو لارو په اوږدو کې ټرانسپورټي ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې باید له کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ حل شي.
خو د هرات ولایت سرپرست محیالدین نوري وايي، د هرات ـ کندهار تر څنګ یې د هرات ـ تورغونډۍ او هرات ـ اسلامکلا پر لویو لارو د شته ستونزو او ننګونو په اړه د دغه ولایت په نظامي شورا کې بحث کړی او هڅه کوي چې حل یې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ـ کندهار پر لویه لاره د باروړونکیو موټرو چلوونکیو څو اوونۍ وړاندې ادعا وکړه چې پولیسو پرې د پیسو نه ورکولو له کبله ډزې کړې دي.





