کرېکټ نړۍوالې شورا د هغو لوبډلو نوملړ اعلان کړ چې نېغ په نېغه به د اسټرالیا په کوربتوب ۲۰۲۰ کال شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې ولوبېږي.
افغانستان د شلاوریزو لوبو په نړۍواله درجهبندۍ کې د ۸م مقام په نیولو او ساتلو سره د لومړي ځل لهپاره په ۲۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې د نېغ په نېغه لوبېدلو حق ترلاسه کړ.
هاخوا د ۲۰۱۴ کال شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام اتله سریلانکا ـ چې ۳ ځلې د شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو فاینل ته هم رسېدلی ده ـ د بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای پهدې کې پاتې راغله چې د نهم او لسم مقامونو په لرلو سره د نېغ په نېغه لوبېدلو جواز ترلاسه کړي او باید له لومړي پړاو ګروپي سیالیو څخه د نړۍ مخکښو لوبډلو سره د لوبېدلو لهپاره لاره پیدا کړي.
د افغانستان ترڅنګ پاکستان، هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، نیوزیلینډ او ویسټانډيز لوبډلو له لومړي تر۸م مقام خپلولو وروسته نړۍوال جام کې نېغ په نېغه د لوبېدلو چانس ترلاسه کړ.
ټاکل شوې، د اسټرالیا په کوربتوب د راتلونکې ۲۰۲۰ کال په ۷م پړاو شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې به ټولټال ۱۶ لوبډلې ولوبېږي چې سریلانکا او بنګلهدېش به له ۶ نورو لوبډلو سره لوبې کوي او لهدې پړاوه به (سوپر۱۲) لوبډلو کې ځای خپلوي.
د ۲۰۲۰ کال شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو لومړي پړاو ګروپي سیالۍ به د سریلانکا، بنګلهدېش، سکاټلینډ، زمبابوی، هالینډ، هانګکانګ، عمان او ایرلینډ په شمول د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال د اوکټوبر پر ۱۸مې د نومبر تر ۱۵مې په اسټرالیا کې وشي چې ۴ لوبډلې به ترې (سوپر۱۲) او مهم پړاو ته لاره پیدا کړي.
د سریلانکا او بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو کپتانانو «لسېت ملینګا او شکیبالحسن» که څه هم نېغ په نېغه د نړۍ له بهترینه ۸ لوبډلو سره په نړیوال جام کې د نه لوبېدلو له امله خواشیني ښودلې؛ خو باور یې ښودلی چې له لومړي پړاوه په بریالیتوب راوتلی شي او د نړۍ له بهترینه ۸ لوبډلو سره د لوبېدلو چانس ترلاسه کړي.
افغان کرېکټ ملي لوبډله ۲۰۱۰ کال راهیسي پهدې سیالیو کې لوبېږي چې تراوسه یی یوازې د ۲۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام ریکارډ دوه ځلې اتلې ویسټانډيزۍ لوبډلې ته ماتې ورکړېده.
شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ په ۲۰۰۷ کال کې د لومړي ځل لهپاره په سویلي افریقا کې وشو چې هند پهکې پاکستان ته په ماتې ورکولو لومړۍ اتلولي وګټله.
په ۲۰۰۹ کال کې په انګلستان کې په شويو نړۍوال جام سیالیو کې پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ لومړی جام ترلاسه کړ.
د ۲۰۱۰ کال شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ په ویسټانډيز کې وشوې چې د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پهکې اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام پورته کړ.
سریلانکایۍ کرېکټ ملي لوبډلې که څه هم پهخپل کوربتوب د ۲۰۱۲ کال شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام اتلولي ویسټانډيز ته وبایللې؛ خو په ۲۰۱۴ کال کې یې د اتلولۍ جام خپل کړ.
د وروستي ځل لهپاره ۶م پړاو شلاوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ په ۲۰۱۶ کال کې په هند کې وشوې چی پویسټانډيز پهکې له ښې لوبې وروسته انګلستان ته په ماتې ورکولو د دویم ځل لهپاره د اتلولۍ جام وګټلو او لهدې وروسته د کرېکټ نړۍوالې شورا د پرېکړې پر بنسټ به شلاوریز نړۍوال جام سیالۍ هر څلور کاله وروسته کېږي.