د مالیې وزارت اندېښنه؛ ولسي جرګې ملي بودیجه نه‌ده تصویب کړې

د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رییس شمروزخان مسجدي سلاموطندار ته وویل، شاوخوا یوه میاشت مخکې د روان کال د قوس پر ۱۰مه یې ولسي جرګې ته د ملي بودیجې سند معرفي کړی؛ خو لا هم د دې جرګې د غړیو له لوري نه‌دی تصویب شوی.

د هغه په وینا، د مالیې وزارت چارواکیو د وکیلانو پوښتنو او اندېښنو ته هم ځوابونه ویلي؛ خو ولسي جرګې کې لا هم پرې بحثونه راون دي.

ښاغلي مسجدي زیاته کړه، که ملي بودیجه تر راتلونکې یوې میاشتې تصویب نه‌شي؛ ستونزې به رامنځته شي.

د ولسي جرګې د مالیې او بودیجې کمېسیون غړی انجنیرکمال ساپي

دی همدارنګه وايي، د قانون مطابق حق لري چې د تېرې ملي بودیجې پربنسټ د بودیجې د نه تصویبېدلو پرمهال تر یو وخته هغه شاوخوا ۱۲ برخې کړي او د یوې میاشتې له‌پاره يې عادي او پرمختیایي کارونه پرې مخ پر وړاندې وړلی شي؛ خو له هغې وروسته له ستونزو سره مخېږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د مالیې او بودیجې کمېسیون غړي انجنیر کمال ساپي سلاموطندار ته وویل، د بودیجې تصویبېدو په تړاو یې تېرو درېیوو اوونیو کې د حکومت اړوندو ادارو سره مسلکي کار کړی‌دی.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د ملي بودیجې سند به سبا په عمومي غونډې کې تصویب شي.

د ۱۳۹۸ کال ملي بودیجه په ټوله کې شاوخوا ۳۹۹ ملیارده افغانۍ ده چې ۲۵۷ ملیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ ملیارده افغانۍ یې پراختیایي بودیجه کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام