د هندوستان IPL لیګ ته د نوملیکنې لارې چارې

د افغانستان په ګډون د نړۍ کرېکټ ګڼ شمېر لوبغاړي نه پوهېږي چې څه ډول د هندوستانو IPL په سترو سیالیو کې نوملیکنه وکړي او ځینې بیا دا د کرېکټ د اړوندو ادارو کار بولي، خو داسې نه ده.

یاد لوبغاړي د دې له‌پاره چې د ډېرو پیسو ګټلو ترڅنګ، په نړېواله کچه مشهور شي غواړي د هندوستان په آی پي اېل کې ولوبېږي او کېدای شي په دغه لیګ کې لوبېډل د ډېرو ارمان هم وي.

د هنډ کرېکټ بورډ په آی پي اېل سیالیو کې هر چا ته د لوبېدو اجازه نه ورکوي او د دې له‌پاره یې ځانګړي شرایط ټاکلي چې له مخې یې لوبغاړي کولی شي د دغه لیګ په «بولۍ» کې د ګډون له‌پاره نوملیکنه وکړي.

لومړی: د هندوستان کرېکټ بورډ تر هر څه مخکې په دغه لیګ کې د لوبغاړو لېوالتیا مالوموي او په دې اړه ورسره خبرې کوي.

دویم: له لېواله لوبغاړو غواړي چې د خپل کرېکټ بورډ د رضایت په اړه ځانګړی سند( Non Objection Certificate) واخلي او دوی ته یې وړاندې کړي.

درېیم: لوبغاړي باید په یاد لیګ کې د لوبېدو بیه هم د هند کرېکټ بورډ ته وښیي چې له هغوی یې بیا له مخې په اړونده کټګوري کې شامل کړي.

څلورم: هندي کرېکټ بورډ تر دې وروسته په آی پي اېل لیګ کې د ټولو لوبېدونکیو کورنیو او بهرنیو لوبغاړیو کټګورۍ او د هغوی له لوري ورکړل شوې بیې په یوه نوملړ کې برابروي.

پنځم: دغه لوبغاړي چې په یاد لیګ کې یې د لوبېدو شرایط پوره کړي، د هندوستان په آی پي اېل سیالیو کې ۸ ګډون کوونکیو لوبډلو ته لېږي.

شپږم: لوبډلې له دغه نوملړه د هغو کسانو بل نوملړ جوړوي چې دوی یې په بولۍ کې د اخیستلو لېوالتیا لري او یاد نوملړ بېرته د هندوستان کرېکټ بورډ ته سپاري.

اووم: دا د آی پي اېل لیګ وروستۍ (د بولۍ) پروسه ده چې په یاد لیګ کې د ټولو لوبېدونکیو لوبغاړو د غوراوي له‌پاره ترسره کېږي.

ټاکل شوې د هندوستان کرېکټ بورډ سبا د ډسمبر په ۱۸مه دغه پروسه ترسره کړي. ۸ افغان لوبغاړي (حضرت‌الله ځاځي، شهزاد محمدي، سید شېرزاد، شفیق‌الله شفق، ګلبدین ناېب، ظاهرخان، قیس‌احمد او کریم جنت) هم د دې بولۍ د ۵۰، ۴۰ او ۲۰  هندۍ کلدارو په کټګورۍ کې شامل دي.

دغه راز د ۲۲۶ هندي لوبغاړیو په ګډون ټول‌ټال ۳۴۶ لوبغاړي به د هندوستان په ګلابي ښار جیپور کې د آی پي اېل بولۍ کې وړاندې شي چې ۸ واړه لوبډلې به د ۲۰ بهرنیو لوبغاړیو په ګډون، ۷۰ لوبغاړي د ۱۱م پړاو لیګ له‌پاره چې په راتلونکي کار کې جوړېږي، و پېري.

د IPL په بولۍ کې د ګډونکیو لوبډلو له ډلې د مجیب ځدران کینګز ایلیون پنجاب لوبډله تر نورو لوبډلو ډېرې (څه باندې ۳۶ کروړه هندۍ کلدارې لري). دغه راز ډهلي کپيټل ۲۵ کروړه او ۱۵ لکه، کلکته نایټ رایډرز څه باندې ۱۵ کروړه، ممبيي انډینز څه باندې ۱۱ کروړه، د نبي عیسی‌خېل او راشدخان لوبډله سن رایزرز حیدراباد لوبډله ۹ کروړه او ۷۰ لکه او چنايي سوپرکېنګز لوبډله تر ټولو کمې (۸ کروړه او ۴۰ لکه هندۍ کلدارې) د لوبغاړو اخیستو له‌پاره په خپلو اکونټونو کې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام