هرات کې د ولسمشرد ساتونکیو له لوري د وهل شوي ځوان برخلیک

رییس ځاځی

هغه ځوان رییس ځاځی نومېږي چې تېره پنجشنبه په هرات کې د لاجوردو لارې د پرانیستې په مراسمو کې د ولسمشر محمداشرف غني د وینا له پای ته رسېدو وروسته د غږ پورته کولو پرمهال یې د ولسمشر ساتونکیو مخه ونیوله.

په خواله رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي چې دا ځوان د ولسمشر د ساتونکیو له لوري وهل شوی‌دی.

د رییس ځاځي ورور جهاد‌ګل ملکزوی وايي، تر واسه د خپل ورور د برخلیک په اړه معلومات نه‌لري.

هغه ادعا کوي چې پکتیا کې د ولایتي شورا غړي سردار خان ملکزوی د دوی ټولې ځمکې غصب کړي او ورور یې رییس ځاځي له مجبوریته غوښتل، د ولسمشر پر وړاندې د عدالت‌غوښتنې او خپلې ستونزې د رسولو له‌پاره غږ پورته کړي.

دی حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ باندې غږ کوي چې د کوچني ورور د برخلیک په اړه دې معلومات ور سره شریک شي.

د رییس ځاځي ورور ټینګار کوي چې د خپلو ځمکو غصب په تړاو کافي اسناد لري او له ولسمشره غواړي، د دوی غږ واوروي.

د رییس ځاځي مور هم وايي، زوی یې د عدالت‌غوښتو له‌پاره غږ پورته کړی؛ خو وهل‌ټکول شوی‌دی.

هغه هم له ولسمشره د خپل زوی خوشې‌کول او د غاصبینو له منګولو د ځمکو ترلاسه کولو غوښتنه کوي او زیاتوي، که چېرې یې کوم زندان ته اچولی وي، ژر دې یې بېرته خوشې کړي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد په‌دې اړه ځواب نه‌ورکوي او وايي، په‌دې اړه خبرې کول یې په واک کې نه‌دي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي خپلې فېسبوک ‌اڼه باندې د دغه ځوان وهل‌ټکول رد کړي او ویلي یې دي، ولسمشر د تشریفاتو قطعې مرستیال ته ویلي چې هغه موټر ته پورته کړي او خبرې یې په دقت سره واوري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام