د ملي اردو هليکوپټرو له څو میاشتو کلابندۍ وروسته د فاریاب پښتونکوټ ولسوالي د سرحوض سیمې ټول اوسېدونکي او پهدې سیمې کې ټول امنیتي ځواکونه د دغه ولایت امن سیمو ته ولېږدول.
د فاریاب والي نقیبالله فایق د دې موضوع د تایید ترڅنګ وايي، له سرحوض سیمې نه را اېستل شوي ځواکونه، د میمنې ښار شاوخوا کې شته پوستو غونډونو ته لېږدول شوي دي.
عیني شاهدان وايي، ملي اردو له یادې سیمې نه د خلکو او امنیتي ځواکونو تر وتلو وروسته د پولیسو یو ټانک او څو موټر ورک کړي دي.
ویل کېږي طالبانو له سرحوض سیمې نه د امنیتي ځواکونو تر وتلو وروسته یاده سیمه نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د فراه ولایت یوه ولسوالي هم طالبانو ته پرېښودل شوې وه.