هلمند کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ۲۳ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر په یوې خبرپاڼې کې وايي، په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې چې د سه‌شنبې شپه وشو، ۲۳ ملکیان وژل شوي دي.

خبرپاڼه لیکي چې د دغه برید په قربانیانو کې ۲ ماشومان او ۸ ښځې هم شاملې دي.

د یوناما د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د افغان امنیتي او نړېوالو ځواکونو له لوري په ګډه پیل شوي، خو برید بهرنیو ځواکونو کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، له دغه برید سره هم‌مهاله د هلمند په نادعلي ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ هم نښته شوې چې چاودنې هم په‌کې شوې دي.

بلخوا امریکايي ځواکونو که څه هم منلې چې یاد برید دوی کړی، خو ویلي یې دي چې د ملکیانو مرګ‌ژوبلې په اړه څېړنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سږکال په لومړیو ۹ میاشتو کې د هوايي بریدونو مرګ‌ژوبله د تېر هغه په پرتله ډېره شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام