
د کونړ په اسداباد کې د لاریون په کولو سره احتجاجاً د سړک پر سر د هغو ملکیانو جسدونه ایښي چې د حکومتي بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو پر مهال وژل شويوو.
بېګا شپه د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ دېوهګل دره کې د حکومتي عملیاتو پر مهال د دې سیمې ۶ کسان وژل شوي چې د ولسوالۍ اوسېدونکي یې ملکيان بولي.
دا پېښه د دیوهګل درې په پلار درې سیمه کې شوېده.
د دغو کسانو د وژنې په غبرګون نن سهار د څوکۍ ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکیو لاریون کړی و او ویل یې، حکومت پرته لهدې چې څوک مجرم ثابت کړي، وژني یې.
دوو لاریونوالو فضلمحمد او عبدالله پر حکومت لهدې امله نیوکه وکړه چې په ځلونو یې د وسلهوالو په ټس ملکيان وژلي؛ خو وروسته یې نه جرم معلوم شوی او نه یې عاملانو ته سزا ورکړل شوېده.
د دوی په وینا، پر دوی د داعش او طالب شک لا څه چې له هغوی سره ناستهولاړه هم نهلري.
لاریونوالو ویل، که حکومت د دا ډول عملیاتو ـ چې بېګناه ملکيان پهکې وژل کېږي ـ مخه ونه نیسي؛ حکومت سره به پرېکون اعلان کړي.

دوی سهار مهال د کونړ ـ جلالاباد لویه لاره هم د څوو ساعتونو لهپاره تړلې وه.
د کونړ چارواکي مني چې د تېرې شپې عملیاتو کې ۶ کسان وژل شوي؛ خو وايي، سیمې ته یې د وژل شويو کسانو د معلومولو لهپاره پلاوی استولی.
د والي ویاند غني مصمم وايي، عملیات د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو کړي.
د یادونې ده چې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوهګل درې له څوو کلیو پرته نوره ټوله دره د داعش په ولکه کې ده.
پهدې دره کې څو ځل حکومت د داعش خلاف پوځي عملیات هم کړي؛ خو لا هم پهکې یاده ډله پراخ نفوذ لري.
شاخوا میاشت مخکې هم د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په شپېنیو عملیاتو کې د یو نوماند ۳ ساتونکي وژل شويوو؛ له هغې پېښې څو ورځې وروسته په همدې ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې د باډېلدرې ۳ تنکي ماشومان ووژل شول.





