نن د جینوا غونډې په څنډه کې د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارک لوکاک سره د بشردوستانه او بېړنیو مرستو د همغږي کولو په اړه خبرې وکړې.
پهدې لیدنه کې ښاغلي لوکاک په افغانستان کې وروستیو وچکالیو ته په اشارې سره وویل چې ملګري ملتونه به د افغانستان له کډوالو او او چاپېریالي زیانمنو سره د همکارۍ او ستونزو ته د رسېدو په برخه کې مرستې وکړي.
ښاغلي لوکاک همدارنګه ژمنه وکړه چې د طبیعي پېښو پر وړاندې به د دولت توان د زیاتولو ترڅنګ له افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
اجرایوي رییس هم د ملګرو ملتونو د دوامدارو مرستو، په ځانګړي ډول له بېځایه شویو، زیانمنو شویو او د چاپېریال له ستونزو ګډوالو شویو سره بېړنیو مرستو پر اهمیت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو مرستې د زرګونو افغانانو ژوند د مرګ له خطره حتمي ژغورلی شي.
د ویلو ده چې د جینوا غونډه د حسابورکولو، لاستهراوړنو او د افغاندولت د ژمنو نویو کولو په پار جوړه شوې او ټاکل شوې چې د مرسته کوونکیو وزیرانو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ اصلي غونډه سبا جوړه شي.