د سږکال ۶میاشتو واردات د تېرکال له همدې مودې ډېر شوي

د مرکزي احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له‌مخې، د سږکال په لومړۍ نیمایي کې واردات د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۲۱ میلیونه ډالر زیاتوالی ښیي.

د مرکزي احصایې او معلوماتو ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد وایي، د سږکال په لومړیو ۶ میاشتو کې افغانستان له ۳ میلیاردو او ۷۰۰ میلیونو زیاتو ډالرو په ارزښت خوراکي او نور سوداګریز توکي وارد کړي‌دي.

ښاغلی موحد زیاتوي، سره له‌دې چې کرنیز سکتور په کورني ناخالص تولید کې ستره ونډه لري؛ خو غنم او اوړه تر ټولو زیات وارداتي توکي دي او باید په‌دې اړه فکر وشي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي د غنمو او اوړو واردولو ستر لامل وچکالي په ګوته کوي.

د ده په خبره، په روان کال کې له شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ متریک ټنو پورې غنم کم وو؛ ځکه خو واردات زیات شوي‌دي.

د شمېرو له‌مخې افغانستان ۱۰٪ صادرات او ۹۰ ٪ واردات لري.

د مرکزي احصایې او معلوماتو اداره وایي چې له غنمو او اوړو وروسته نفتي توکي روغنیات، ماشین‌الات، ټرانسپورټي وسایط، پررزې، فلزات او فلزي محصولات، منسوجات، برېښنایي توکي، نباتي غوړي، بوره، چای، ټوکر، سګرټ، صابون او نور سوداګریز توکي د سږکال لومړیو شپږو میاشتو کې وارد شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام