د جنیوا غونډه؛ نړېوالې ټولنې ته د افغان دولت د حساب او ژمنو ورکول

ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه چې د قوس له شپږمې او اوومې سره برابره ده؛ د افغانستان لاس‌ته راوړنو، حساب‌ورکولو او د ژمنو بیا تازه کولو په اړه د ۲۰۱۸ کال غونډه د سویس په مرکز جنیوا کې جوړه شی.

ولسمشر محمداشرف غني، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د بهرنیوچارو او مالیې وزارتونو سرپرست وزیران په یادې دوه ورځنۍ غونډې کې ګډون وکړي.

په جنیوا غونډه کې به د وزیرانو په کچه د ۷۰ هېوادونو او د یوناما به کوربه‌توب د ۳۰ نړېوالو بنسټونو استازي د ملي یووالي حکومت له رهبرانو او ورسره مل پلاوي سره خبرې اترې وکړي.

د دغې غونډې په لومړۍ ورځ به په لاندې موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشي:

د خصوصي برخې وضعیت

د بشري سرچینو برخې کې ظرفیت جوړونه او پر ښځینه پوړ تمرکز

خوراکي خوندیتوب او ټولنیزې اسانتیاوې

له بې‌ځایه شویو او کډوالو ملاتړ

دغه راز د یادې غونډې په وروستۍ او مهمه ورځ به د دولت جوړونې، ټولیز مالي مدیریت، د سولې خبرو اترو پروسې او هغو برخو او شرطونو په اړه به بحث وشي چې نړېوالې ټولنې پر افغانستان ايښي دي.

خو د جنیوا کنفرانس اصلي موخه د افغانستان د هغو اقداماتو او ژمنو عملي کول دي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د بروکسېل په غونډې کې په اړه  ژمنې کړې وې.

د ملي یووالي حکومت دوه کاله وړاندې په یوه ګډه اعلامیه کې ژمنه کړې وه چې د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر به ګړندی کوي، له اداري فساد سره به جدي مبارزه کوي، ټولنیز وضعیت او د ښځو سیاسي ګډون کې به بدلون راولي او دغه راز به د ملکي خدمتونو، په ځانګړې توګه پوهنې برخې کې به لازم اصلاحات راولي.

تمه کېږي چې د جنیوا په غونډې کې به له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې د همکاریو دوام او د سولې، امنیت، زېربناوو او بشري سرچینو د پیاوړتیا برخې کې افغان دولت ته ډاډ ورکړل شي.

دغه راز د دغې غونډې جوړول به د ملګرو ملتونو سازمان او نورو نړېوالو شریکانو له‌پاره هم یوه نښه وي چې په افغانستان کې د دولت جوړونې او د سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي سولې او ثبات راوستلو له‌پاره له افغانانو سره بې‌قید او شرطه مرستې وکړي.

تر دې وړاندې د جنیوا کنفرانس له‌پاره د چمتووالي غونډه د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۱۸مه کابل کې جوړ شو. دغه راز د مدیره پلاوي یا (JCMB) د څارنې او همغږۍ یووشتمه غونډه د نړېوالو بنسټونو او مرستندویه هېوادونو په ګډون په ارګ کې جوړه شوه چې په وروستیو دوو کلونو کې د دولت جوړونې او اصلاحاتو برخې کې د افغان دولت اقداماتو په اړه په‌کې بحث او خبرې اترې وشوې.

د افغانستان له‌پاره د جنیوا غونډه، د هغو دوو کنفرانسونو په منځ کې جوړېږي چې په اړه یې ژمنې شوې دي: د افغانستان په اړه د بروکسېل غونډه چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړه شوه او ټاکل شوې چې بله غونډه به یې په ۲۰۲۰ کې جوړه شي.

دغه غونډې تر هغې وروسته جوړېږي چې نړېوالې ټولنې په توکیو غونډې کې ژمنه وکړه چې په هرو دوو کلونو کې به د وزیرانو په کچه د جنیوا غونډه جوړېږي او په‌کې به له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې د مرستو تنظیم او د افغان دولت د اقداماتو او پرمختګونو په اړه بحث او ارزیابي کېږي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام