د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند حفیظالله هاشمي وايي چې د ټاکنو په بهیر کې ځېنې ستونزې د دې لامل شوېدي چې د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو اعلان دوې اوونۍ وځنډېږي او د نورو ولایتونو د ټاکنو پایلې به د قوس په دویمه او د کابل هغه به د همدې میاشتې په ۱۰مه نېټه اعلان شي. د ده په وینا، وروستۍ پایلې به له دې پایلو یوه میاشت وروسته اعلان شي.
د ټاکنو کمېسیون له لوري په لومړي مهالوېش کې ویل شويوو چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۱۹مه نېټه اعلان شي.
خو نن په کابل کې ځېنو مدني بنسټونو د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید په مهالوېش کې له ټاکل شوي وخت سره سمې اعلان کړي.
دا بنسټونه په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې د قوانیون، مقرراتو او تصویب شویو کاري لارو پر اساس دې خپل مشاهدات او پرېکړې ترسره کړي او د خپلو ورځنیو لاستهراوړنو او کارونو په اړه دې له خلکو سره معلومات شریک کړي.