د کابل پولیسو مطبوعاتي برخې غړی بصیرمجاهد وايي، یاد اور د پنجشنبې ورځې ماښام شپږ بجې په خیرخوا مارکېټ کې چې ټیلیفونونه او ځینې برېښنايي توکي پهکې پلورل کېدل، ولګېد چې وروسته نورو مارکېټونو ته هم وغځېد.
د مجاهد په وینا، که څه هم سیمې ته اوروژونکې ډلې رسېدلې وې، خو بیا یې هم د سهار تر ۳نیمو بجو دوام وکړ.
تراوسه د یادې اورلګېدنې له کبله اووښتو زیانونو په اړه کره مالومات نهشته.