
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد سلام وطندار ته وویل چې د نن سهار په برید کې ۴ تنه وژل شوي او ۶ تنه ټپيان دي.
هاخوا د کورنیو چار وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې پهدې برید کې د ۳ پولیسو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او د ۴ پولیسو په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي.
د مجاهد په وینا، تر اوسه د برید نوعیت نهدی معلوم؛ خو موخه یې د پولیسو رنجر و.
دا برید د زندانیانو د کورنیو ملاقاتونو په جریان کې شوی او تر اوسه یې هېچا مسوولیت نهدی منلی.





