انګلستاني لویس همیلټن ته د ۵م نړۍوالې اتلولۍ ګټلو لهپاره یوازې دومره پهکار وو چې د مکسیکو په کوربتوب د روان کال ۱۹م پړاو سفر په موټرځغاستې سیالیو کې ۷م مقام ترلاسه کړي؛ خو په ۴م مقام ګټلو بریالی شو.
له کلنې اتلولۍ وروسته لویس همیلټن پهخپل مرسیډیز موټر لوبغالي ته په ورتګ سره یو لکو او ۳۵ زرو نندارچیانو ته د مننې لاسونه وخوځول.
د مکسیکو په کوربتوب موټرځغاستې (ګرانډ پرېکس) سیالیو کې هالینډي لوبغاړي مکس ویرسټیپن د اتلولۍ جام ترلاسه کړ چې ټاکل شوی واټن یې له نورو ژر ووهلو.
همیلټن د مرسیډیز موټر پهواسطه پهدې بریا سره د ۵م ځل لهپاره او سر په سر دویم کال لهپاره د موټرځغاستې (فارمولا ون) سیالیو ګټونکی شو.
د ۵م نړۍوالې اتلولۍ په ګټلو سره همیلټن د موټرځغاستې سیالیو په تاریخ کې د مخکښو لوبغاړیو په ډله کې له ارجنټایني لوبغاړي خوان منویل فنګیو سره په ۵ اتلیو کې برابر شو؛ خو لا هم د دې لوبې د تاریخ تر ټولو کامیابه الماني موټرچلوونکي مایکل شوماخر وروسته دی.
المانی مایکل شوماخر د موټرځغاستې سیالیو د تاریخ تر ټولو بریالی لوبغاړی شمېرل کېږي چې ۷ ځلې یې د دې ورزش د کال غوره لوبغاړي جایزې ګټلې دي.
دغهراز د لویس همیلټن شاته بیا المانی سبیسټن ویټل دی چې تر اوسه یې د فارمولا ون په موټرځغاستې سیالیو کې ۴ ځلې د غوره لوبغاړي د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.
لویس همیلټن په ۲۰۰۸ کال کې د لومړي ځل لهپاره د موټرځغاستې لومړنی کلنې مقام ترلاسه کړ چې ورپسې په ۲۰۱۴، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو کې یې هم د کال غوره لوبغاړي مقامونه وګټل.
د کلنې اتلولۍ ګټلو وروسته انګلستاني لوبغاړي همیلټن رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا هرڅه یې د دومدارو خواریو او بېلابېلو پړاونو ګټلو وروسته ترلاسه کړي او پهدې اتلولۍ کې د شریکو کسانو منندوی دی.
د فارمولا ون موټرځغاستې نړۍوال سفر ـ چې په ۲۱ هېوادونو کې به وشي ـ د روان کال مارچ په ۲۵مه د اسټرالیا په ملبورن ښار کې پیل شویدی.
ټاکل شوېده د موټرځغاستې فارمولا ون سیالیو کې به ۲۰م پړاو د نومبر په ۱۱مه نېټه په برازیل کې پیل شي او ورپسې به بیا د همدې میاشتې په ۲۵مه پیلېدونکیو د عربي اماراتو په ابوظبي موټرځغاستې سیالیو په ترسره کولو سره دغه نړۍوال کالنی سفر پای ته ورسېږي.