سرور دانش د نورم او سټنډرډ ادارې له کارونو راضي نه‌دی

نن په کابل کې د نورم او سټنډرډ نړۍوالې ورځې نمانځغونډې کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په افغانستان کې یاده اداره ځوانه وبلله او زیاته یې کړه چې د یو شمېر لاسته‌راوړنو ترڅنګ ځېنې نیمګړتیاوې هم لري.

د ولسمشر دویم مرستیال وویل چې د سټنډرډ په اړه د ادارو ترمنځ همغږي نه‌شته. د هغه په خبره چې د سټنډرډ ملي ادارې په ۱۱ سکټورونو کې شاوخوا ۵۸۵ ملي سټنډرډونه او ۶ ملي ساختماني کوډونه جوړ او تصویب کړي چې بسنه نه‌کوي.

ښاغلي دانش عرض وکړ چې باید په حکومت کې په مسوولانه او جدي توګه کار وکړو؛ که دنده بریالۍ نه وي؛ لږ تر لږه باید ستونزې او موانع وپیژندل شي او د لېرې کولو هڅې یې وشي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مشر عتیق‌الله نصرت وویل چې د نورم او سټنډرډ ملي ادارې کړنې د قناعت وړ نه‌دي او د سوداګرۍ ځېنې چارې یې هم ټکنۍ کړې‌دي چې په دې اړه باید جدي کار وشي.

ښاغلي نصرت وړاندیز وکړ چې د دې له‌پاره باید ډېر عامه‌پوهاوی وشي.

خو د دې ادارې سرپرست رییس عبدالخالق بابر د دې ادارې د لاسته‌راوړنو یادونه وکړه او و یې ویل چې د ملي سټنډرډونو او ملي ساختماني کوډونو د تصویب ترڅنګ د یو شمېر نړۍوالو اړوندو ټولنو غړیتوب يې هم ترلاسه کړی‌دی.

خو د یادې ادارې د کفییت مدیریت سیستم د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمېټې رییس حبیب‌الله رحمت د نیمګړتیاوو پړه په نورو ادارو واچوله او ویې ویل چې نورې ادارې دې خپلې اړتیاوې ورپه ګوته کړي چې دوی ورته سټنډرډونه جوړ کړي.

د ده په خبره، سټنډرډ د زور په اساس نه بلکې د ضرورت په اساس جوړېږي.

په افغانستان کې د نورم اوسټنډرډ ملي اداره په ۱۳۸۳ کال کې جوړه او د لومړي ځل له‌پاره یې په ۱۳۹۵ کال کې قانون تصویب شو. دا اداره عالي شورا کې ۱۹ غړي لري چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوي.

د ښاغلي دانش په خبره، دې شورا تراوسه یوه غونډه هم نه‌ده جوړه کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام