د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته پرون پیل شوې؛ خو د ځېنو تخنیکي او امنیتي ستونزو له امله ټولې ټاکنې خلاصې نهشوې او ځېنو ولایتونو کې ځېنې مرکزونه نن پرانېستل شول.
د غور معترضانو د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازه وتړله
د غور د فيرزوکوه ښار اوسېدونکي وايي چې پرون د دې ښار د فطس سیمې ۵ تنه اوسېدونکي د طالبانو له لوري وژل شوي او رایو ورکولو ته نهدي پرېښودل شوي او نن پهدې ولایت کې د رایو ورکولو مرکزونه تړل شويدي.
د دوی په وینا، د پلازمېنې ځېنې چارواکي نه غواړي چې د غور ولایت اوسېدونکي په ټاکنو کې برخه واخلي.
پهدې اړه مو د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر د رییس نظر اخېستلو په پرلهپسې ډول خواري وکړه؛ خو بریالي نهشو.
د پکتيا د ۳ ولسواليو پنځو مرکزونو ټاکنې
د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولان وايي، تېره ورځ د ناامنيو له امله د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۷ مرکزونه تړلي پاتي وو.
د ټاکنو کميسون مشر خواجه فضلي سلام وطندار سره خبرو کې وويل، چې نن ورځ د سيدکرم، احمدخېلو او احمدابا په پنځو مرکزونو کې رايې اچونې کېږي.
ښاغلي فضلي وويل، يادو مرکزونو ته په وخت مواد نه وو رسيدلي.
نوموړي وويل د زرمت ولسوالۍ په ګډون په ۵۲ مرکزونو کې د نا امنيو له امله خلکو ونه شوی کولی، چې رايه اچونه وشي.
خوست کې شاوخوا ۳۰زره رایه کارول شوې
خوست کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر شاهجهان سرداري وایي چې دې ولایت کې ۲ سوزه زره، ۳۷۰۰۰ پېژندپاڼې سټېکر شوېدي چې له جملې یې څه باندې ۲ سوه زره رایې نهدي کارول شوي.
پهدې ولایت کې د کمو رایو د استعمال عمده لامل د عامهپوهاوي نهشتوالی ګڼل کېږي.
نوموړی وایي چې خوست کې ۳۰زرو زیاته رایه کارول شوې.
دغه راز سرداري زیاته کړه چې خوست کې نن ټاکنې نه تر سره کېږي، ځکه په وینا یې پرون د شپې تر ۱۱ بجو د رایې اچونې مرکزونه پرانیستي وو.
بلخ کې د ټاکنو د ۴ ناظرانو د جسدونو پيدا کېدل
طالبانو د ټاکنو په لومړۍ ورځ (شنبې) په بلخ ولایت کې د ولسي جرګې لهپاره نوماند تاشقرغاني ۴ ناظران وړي وو چې نن یې جسدونه پيدا شول.
د بلخ امنیه قوماندان محمداکرم سامح د دې خبر په تایید سره وايي چې طالبانو دا کسان د دې ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ له افغانیه کلي نه وړي وو.
د ښاغلي سامح په وینا، د دې قضیې د عاملانو د نیولو په هڅه کې دي.
له پرلهپسې اړیکو سره ـ سره بیا هم ونه توانېدو چې په دې اړه د ښاغلي تاشقرغاني نظر واخلو.
کندوز
ټاکل شوې چې د کندوز په ځېنو ولسوالیو کې هغو کسانو ته چې پرون له رایو ورکولو پاتې وو؛ نن خلاص شوي؛ خو دا مرکزونه تر اوسه د امنیتي ستونزو له امله تړلي دي.
د کندوز د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر محمدرسول عمر سلام وطندار ته وویل چې دا مرکزونه په ۴ ولسوالیو کې تړل شويدي.
د کندوز د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر پرون ونهشو کولی چې د لوړو امنیتي ستونزو له امله پرون په علياباد، اقتاش، امامصاحب او چهاردرې ولسوالیو کې د رایو ورکولو مرکزونه پرانیزي.
جوزجان
د جوز جان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو له لوري د رایې اچونې په مرکزونو ډلهيیز بریدونه په شا تمبول شوي .
د جوزجان والی مولوی لطفالله عزیزي په ټاکنو کې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو له پراخ ګډونه خوښي څرګنده کړې. او ویلي یې دي چې له ستونزو سره ـ سره پهدې ولایت کې ټاکنې په بریاليتوب سره ترسره شوې.
والي له امنیتي ځواکونو هم مننه کړې چې تېره ورځ یې د رایې اچونې په ۱۴ مرکزونو د طالبانو ډلهيیز بریدونه په شا تمبولي دي.
ننګرهار
نن د ننګرهار په ۱۴ ټاکنیزو مرکزونو کې رایې اچونې پیل شوې
چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د ۶ ولسوالیو ۱۴ هغو مرکزونو کې رایې اچونې پیل شوې چې پرون پکې یا رایه اچونه نهوه شوې او یا پکې رایه اچونه ناوخته پيل شوېوه.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، په هغو مرکزونو کې چې رایې اچونه ترسره شوې، د رایو لومړنۍ شمیرنه هم شوې.
ویل شوي، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ولسوالیو څخه مرکز ته د ټاکنیزو توکیو او د کارول شویو رایو د را لیږدولو لړۍ هم پیل شوې ده.
تېره شپه ناوخته د ننګرهار والي یوې خبري غونډې ته وویل، د شنبې په ورځ بېلابېلو ولسوالیو کې وسله والو ډلو ۱۵حملې کړې وې، چې د امنیتي ځواکونو له لوري په شا تمبول شوي او ګڼه مرګ،ژوبله یې وسله والو ته اړولې؛ خو دقیقه شمېره یې نه ده مالومه.
هغه وویل، د حملو او بمي چاودنو له امله ټول ننګرهار کې د یوې مېرمنې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او د ۱۲ نظامیانو په ګډون ۴۴ کسان ټپيان شويوو.
لوګر
لوګر کې د شنبې ورځ د ټاکنو پرمهال ۱۱ وسلهوال او ۵ پولیس وژل شويدي.
د لوګر دا منیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ د وسلهوالو طالبانو په بریدونو او ماینچاودنو کې ۱۱ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شويدي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپوراحمدزي په مرکز پلعلم کې خبریالانو ته وویل، چې وسلهوالو طالبانو په مرکز پلعلم، محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې د ټاکنو د رایې اچونې په بېلابېلو مرکزونو بریدونه او ماینچاودنې کړېدي.
احمدزي زیاته کړه چې دغه بریدونه په شا تمبول شوي او تراوسه پورې ۱۱ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شويدي.
هغه وايي چې له وسلهوالو طالبانو سره په جګړه کې ۷ پولیس هم ټپیان شويدي.
بلهخوا د لوګر یوې امنیتي سرچینې ـ چې نه یې غوښتل نوم واخېستل شي ـ سلام وطندار ته وویل، د وسلهوالو طالبانو په بریدونو کې ۵ پولیس وژل شوي او په څرخ او خروار ولسوالیو کې هېڅ انتخابات نهدي شوي.
په ورته وخت کې نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې خبري غونډې له لارې اعلان وکړ چې نن (یکشنبه) د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې په ۲۵۳ مرکزونو کې ـ چې پرون تړلي پاتې وو ـ نن رایه اچونه کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل چې ځېنو زورواکیو ډنډورې لارې پیل کړي چې ګواکې کمېسیون پهخپلو چارو کې بریالی نهو؛ خو نوموړی وایې چې کمېسیون خپلې چارې په بشپړه توګه په بریالۍ توګه تر سره کړېدي. دی ځېنې ستونزې مني؛ خو دا تشه کمېسیون پورې تړلې نه بولي.
د ټاکنو کمېسیون مشر همداراز زیاته کړه، ځېنو زورواکو نوماندانو د دوی کارکوونکي وهلي او د تقلبي رایو د ترلاسه کولو لهپاره یې د بایومټریک الې ماتې کړي چې د ده په خبره د هغو ځایونو رایې به باطلې اعلان کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې له غزني او کندهار پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره کېږي.