
د کندوز ولایتي شورا غړی سیداسدالله سادات سلاموطندار ته وویل، وسلهوالو طالبانو نن سهار وختي د قلعهزال ولسوالۍ کلوختپې سیمې پر یوشمېر پوستو ډلهییز برید وکړ. د سادات په وینا، تراوسه پهدې برید کې ۴ سیمهییز پولیس وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې ځایپرځای شوي او د سیمهییزو پولیسو یو مشهور قومندان نبي ګوچلي کلابند کړی دی. سادات وايي، «که امنیتي مسوولان اقدام ونهکړي، یاده سیمه به له ټولو پوستو سره سقوط وکړي»
په همدې حال کې د کندوز د پولیسو ویاند انعامالله رحماني هم د یاد قومندان کلابندېدل مني، خو وايي امنیتي ځواکونه به ډېر ژر په یاده ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د کندوز پر قلعهزال ولسوالۍ برید کې یې د ۳ سیمهییزو قومندانانو په ګډون، ۱۷ پولیس وژلي دي.





