
په ټولنیزو رسنیو کې فاریاب ته د ولسمشر د احتمالي سفر په اړه له خپرو شویو راپورونو وروسته په فاریاب ولایت کې ځېنې مخور او د ملي جنبش ګوند مینهوال را ټول شول او د هغه د راتګ په اړه یې کلک غبرګون وښود.
دوی په جوړې شوې غونډې کې وویل چې حکومت د خلکو غوښتنې ته ـ چې له بنده د ملي جنبش ګوند د محلي قوماندان نظامالدین قیصاري خلاصون و ـ هرکلی ونهکړ.
په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند مشر عطامحمد فیضی وایي، کهچېرې ولسمشر له قیصاري پرته دې ولایت ته سفر وکړي؛ د ورتګ اجازه به ورنهکړي.
په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند د شورا منشي رسول رکین وایې، په نږدې دوې میاشتې مخکې د دوی ۲۰ ورځنی لاریون پهدې موخه و چې جنرال دوستم هېواد ته راستون شي او قوماندان قیصاري له بنده خلاص شي چې دویمه غوښتنه یې تر اوسه نهده منل شوې.
دا پهداسې حال کې ده چې د فاریاب والي نقیبالله فایق نن د میمنې په ښار کې د خلکو په پراخ ګډون سره غونډه جوړه کړه او د ولسمشر له لوري فاریاب ته د مهمو پروژو له منظورېدو یې خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي فایق پهدې غونډه کې د ولسمشر سفر ته په اشارې سره وویل، که ولسمشر فاریاب ولایت ته سفر وکړي؛ د خلکو له لوري به یې ښه هرکلی وشي.
د حکومت او د فاریاب د ملي جنبش ګوند غړیو ترمنځ لانجې هغه مهال د هېواد په شمال او شمالختیځ کې پیل شوې چې په فاریاب کې د ځايي پاڅونونوالو قوماند نظامالدین قیصاري د امنیتي ځواکونو له لوري په فاریاب ولایت کې ونیول شو.
دغه موضوع ددې لامل شوه چې د جنبش ګوند پلویان په شمال او شمالختیځو څوو ولایتونو کې ۲۰ ورځې پرلهپسې پراخ لاریونونه وکړي.





