.jpg)
یوشمېر کابل ښاریان وايي، له تېرې یوې میاشتې راپهدېخوا د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.
د کابل ښار اوسېدونکي نقیبالله او حبیبالله وايي، ورځنی عاید یې کم، خو لګښت یې ډېر دی چې د خوراکي توکو بیو لوړوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی زیاتوي، بېکاري ډېره ده. خلک په لوړه بیه د خوراکي توکو پېرلو وسه نهلري او حکومت باید په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې کنټرول کړي.
په همدې حال کې ځینې هټۍوال هم په بازار کې د بیو لوړوالی مني، خو وايي د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو بیې ټیټوالی د خوراکي توکو د بیو لوړوالی لامل شوی دی.
د کابل ښار عمده پلورونکي شفیقالله او محمدکبیر وايي، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت ټېټېدو ترڅنګ، حکومت د ګمرکي محصول ټيټولو پرځای هغه ورځ تر بلې لوړوي چې د خوراکي توکو په بیو مستقیم اغېز لري.
.jpg)
بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي هم د خوراکي توکو بیو لوړوالي لامل د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو بیې ټیټوالی ښيي، خو وايي د اساسي خوراکي توکو؛ لکه: اوړو، غوړیو، وریجو او نورو بیې هغومره لوړې شوې نهدي چې په اړه یې اندېښنه وشي.
د کابل ښار عمده پلورونکو په خبره، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د یوې بورۍ اوړو بیه له ۱۱۸۰ نه ۱۳۵۰ افغانیو، د یوې بورۍ وریجو بیه له ۲۲۰۰ نه ۲۵۰۰ او د یو بوتل اوبلن غوړیو بیه له ۴۱۰ افغانیو، ۴۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.





