د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولانو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسي جرګې را روانې ټاکنې به په ټاکلي وخت وشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، تراوسه د دې کمېسیون مرکزي دفتر ته د بایومتریک ۱۳زره او ۲ سوه دستګاوې رسېدلي دي.
د ده په خبره، د بایومتریک د دې شمېر دستګاوو ترڅنګ دې کمېسیون ته د چاپ ۴۲۵۰ دستګاوې، سرورونه او کاغذونه هم رسېدلي دي.
د ښاغلي هاشمي په وینا، د بایومتریک پاتې دستګاوې به هم تر سبا د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته ورسېږي.
د ټاکنو کمېسیون مسوولان همداراز وايي، غیرحساس ټاکنیز مواد هم ټولو ولایتونو او حساس مواد هم له مرکزي ولایتونو پرته نورو ټولو ولایتونو ته رسېدلي دي.