د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیز مبارزې درېیمې ورځې ته وغځېدې او د نوماندانو ترمنځ سیالۍ د کابل او یو شمېر نورو ښارونو څېرې په بشپړه توګه بدلې کړېدي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې له نوماندانو غواړي چې د چاپېریال له ککړولو لاس واخلي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند عليرضا روحاني نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دغه کمېسیون چمتو دی چې ثبت شویو شکایتونو ته لاسرسی وکړي.
خو ټاکنیز تخلفات څه دي؟ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د لاندې مواردو په اړه د افغان ښاریانو شکایتونو ته لاسرسی کېږي:
له ټاکلې مودې مخکې او وروسته ټاکنیزې مبارزې.
د نورو نوماندانو تبلیغاتي مرکز پر وړاندې د خنډ او مزاحمت رامنځته کول او د هغوی د تصویرونو شکول.
د ټاکنیزو کارونو په وسیله، د عامهنظم ګډوډول.
د نوماندانو په ټاکنیزو سیالیو کې د پوځي مامورینو ګډون.
د بهرنیو هېوادونو له اتباعو څخه بلنه او په ټاکنیزو مبارزو کې د هغوی ګډون.
دغو ټاکنیزو سیالیو کې ګډون یا نه ګډون ته د خلکو اړ اېستل.
د عمومي او خصوصي ځایونو د خاوندانو له اجازې پرته دغه سیمو کې د تصویرونو او پوسټرونو نصبول.
له دولتي منابعو څخه ګټه پورته کول.
د ژبې، قوم او سیمې تر نوم لاندې تاوتریخوالي ته هڅول.
له بهرنیو بنسټونو او ښاریانو د مرستو ترلاسه کول او ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي کارکوونکیو لاسوهنه.
د نوماندانو له لوري د پروژو پرانیستل.
د مالي سرچینې په اړه د سم راپور نه وړاندې کول.
د ټاکنیزو کمېسیونونو له سمبول یا نښان څځه ګټه اخېستل.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په چارو کې لاسوهنه.
ښاغلی روحاني زیاتوي، له ټاکلي وخت مخکې د کمپاین په اړه د شکایتونو کچه کمه ده، چې تراوسه پورې له وخت وړاندې د کمپاین په اړه ۱۳۳ شکایتونه ثبت شويدي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولانو تراوسه له دې ډلې ۸۹ مواردو په اړه پرېکړه کړې، ۱۲ موارده تر څېړنې لاندې دي او پاتې ۱۲ موارده د رسنیو کمېټې ته استول شويدي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرايوي مشر یوسف رشید وايي، سره له دې چې پخوانیو ټاکنو ته په پام د سږ کال ټاکنیزو مبارزو څرنګوالي کې بنسټیز بدلونونه راغلي؛ خو له حده د ډېرو تصویرونو او بنرونو لګولو، ښارونو کې بېنظمي رامنځته کړې او چاپېریال یې ککړ کړیدی.
د ښاغلي رشید په وینا، دغه بهیر ته د سمون ورکولو لهپاره باید، د ټاکنو کمېسیون او ښاروالیو له لوري یو ګډ میکانیزم تدوین شي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره، په عمومي ځایونو کې د تصویرونو لګولو بهیر زیاتېږي.
تېره ورځ د هرات اوسېدونکیو هم د اوسېدونکیو کورونو په دېوالونو او ونو کې د نوماندانو د تصویرونو او بنرونو له لګولو شکایت کړیوو.