د ښاروالۍ د ستونزو بحران؛ د قانون تشه او د ظرفیتونو نه‌شتوالی

کابل کې د لاسته‌راوړنو او تجربو شریکولو په موخه د افغانستان د ۲۴ ولایتونو د ښاروالانو دویمه ملي غونډه جوړه شوه.

دغې غونډه کې یوه مناسب ښاري نظام ته د رسېدو له‌پاره، د ښاروالانو او خصوصي سکتور ترمنځ د ښې حکومتولۍ او همغږۍ رول په اړه بحث او خبرې وشوې.

ولسمشر محمد اشرف غني چې دې غونډې کې یې خبرې کولې اعتراف وکړ چې ښاروالیو کې د قانون او ظرفیت تشه او ناسمه حکومتولي، د ښاري ناورین او هېوادوالو ته د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوې‌ده.

د ولسمشر په وینا، د قانون نه‌شتوالی د ځمکو د غصب اصلي لامل دی او که دې برخه کې سمې پالیسۍ موجودې وی؛ نو خصوصي سکتور به په ښارونو کې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې‌وه.

د ولسمشر غني په وینا، اړتیا ده چې ښاروالیو کې د خلکو په غوښتې حکومتولۍ رامنځته شي او د ښاروالیو تګلاره چې له نورو هېوادونو څخه کاپي شوې‌دي؛ د افغانستان شرایطو په اساس جوړه شي.

په ورته وخت کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بیک وايي، دې ادارې د پروژو د غوره تطبیق له‌پاره مشورتي شورا جوړه کړې چې د ښاري پروژو بودیجه د دې شورا له تاییدۍ پرته نه منظورېږي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې د مشر په وینا، افغانان ښې حکومتولۍ ته د رسېدو له‌پاره خپلې ستونزې حکومت ته رسولی او هغه حل‌وفصل کولی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام