د سرپُل ولایتي شورا غړي سید اسدالله دانش سلاموطندار ته وویل، د ولسي پاڅون ځواکونه او غیرمسول وسلهوال د دې ولایت بلخاب ولسوالۍ کې خلک وهي او په زور ورنه پیسې اخلي.
د ښاغلي دانش په وینا، سره له دې چې د ولسي پاڅون ځواکونه او غیرمسول وسلهوال په وژنو تورن دي؛ خو دولت د هغوی د فعالیتونو مخه نه نیسي. د ده په خبره، دا چې ولسي پاڅونوال په وسلو سمبال دي؛ نو هره ناروا کوي.
د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د ولسي پاڅون ځواکونو او غیرمسولو وسلهوالو کسانو له فعالیتونو تر پوزې راغلي، وايي، که حکومت د دغو ځواکونو د فعالیتونو او شخصي زندانونو مخه ونه نیسي؛ دولت سره به اړیکې پرې کړي.
خو د سرپُل والي ویاند ذبیحالله اماني وايي، تر اوسه پورې یې د وهلو ـ ټکولو او په زوره د پیسو اخېستلو په اړه د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکیو شکایت نهدی اورېدلی.
د ده په خبره، که پهدې اړه اسناد تر لاسه کړي؛ قانوني چلند به ورسره وکړي.
ومو غوښتل د دغو ادعاوو په اړه بلخاب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ځواکونو قوماندان نظر هم واخلو؛ خو په پرلهپسې هڅو سربېره بریالي نهشولو.





