طالبانو په میدان‌وردګو کې یو پولیس او ۶ ملکیان وژلي

 

د میدان‌وردګو ځايي چارواکي وایي چې نن غرمه مهال د مرکز میدانښار اړوند په «ده افغانانو» سیمه کې د ملکيانو په ټونس ډوله موټر برید کړی‌ده.

د میدان‌وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار ته وویل چې په‌دې برید کې د یو پولیس په ګډون ۶ ملکیان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون ۳ ملکیان ټپیان شوي‌دي.

منګل وایي چې ټونس ډوله موټر له میدانښاره نرخ ولسوالۍ ته سپرلۍ لېږدوله چې د طالبانو تر برید لاندې راغلې ده.

بله‌خوا د میدان‌وردګو د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام وطندار ته وویل چې برید د ښوونځي د زده‌کوونکیو د لېږد ـ رالېږد په ټونس ډوله موټر شوې‌ده.

هوتک وایي چې په برید کې د یوې نجلې په ګډون ۴ زده‌کوونکې وژل شوي او ۴ نورټپیان شوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د زده‌کوونکیو موټر ته دوه کسه پولیس هم ورختلي وو او غوښتل یې چې له میدانښاره نرخ ولسوالۍ ته د زده‌کوونکیو په موټر کې سفر وکړي؛ خو د لارې په اوږدو کې د طالبانو تر برید لاندې راغلي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام