
«له محدودیتونو لرې جندر» تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ علمي غونډه نن په افغان ـ امریکايي پوهنتون کې جوړه شوه.
د افغان ـ امریکايي پوهنتون رییس کینیت هالنډ د دې علمي غونډې جوړولو موخه په هېواد کې د جنسیت/جندر اړوند بېلابېلو علمي بحثونو پیل او پراختیا بولي.
د نوموړي په وینا، د اقتصاد برخه کې د ښځو پیاوړتیا او خپلواکي د دوی ترټولو مهم هدف دی.
کینیت هالنډ په افغان ـ امریکايي پوهنتون کې د ښځو مرکز فعالیتونه ګټور وبلل او زیاته یې کړه، یاد مرکز د تشبث برخه کې تراوسه ۱۲ زره ښځې روزلي دي.
بلخوا افغانستان کې د اغاخان بنسټ سفیره نورجهان ماواني وايي، په هغې ټولنه کې چې ښځو ته پام ونهشي، ولسواکه ټولنه نهده.

نوموړې زیاتوي، که څه هم افغانستان کې د نوي نظام تر جوړېدو وروسته، د هېواد تر ټولو زیانمن قشر و او نړېوالې ټولنې هم د قربانیانو په سترګه ورته کتل، خو اوس باید د ښځو پر پیاوړتیا تمرکز وشي.
ټاکل شوې پهدې دوه ورځنۍ غونډه کې له ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي اړخه د جندر برابرۍ او مفهوم په اړه بحث وشي.





