.jpg)
د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی قیساحمد کامهوال د بنګلهدېش کرېکټ پریمیرلیګ سیالیو لهپاره غوره شو.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، ټاکل شوېده نوموړی به د راتلونکي کال «بي پي اېل» په شل اوریزو سوداګریزو سیالیو کې د راجشاهي کینګز لوبډلې په ګټه سیالۍ وکړي.
لیګسپنر قیساحمد به پهدې لوبو کې له ګډونو کولو سره ۸م افغان لوبغاړی شي چې په بېلابېلو پړاونو کې د بنګلهدېش په سوداګریز کرېکټلیګ کې لوبېږي.
قیساحمد پهداسې حال کې د بنګلهدېش لیګ ته غوره کېږي چې د سږ کال په ویسټانډيز «کربین پریمیرلیګ» سیالیو کې یې د وروستي مقام ګټونکي سینټ لوشیا په ګټه سیالۍ وکړې.
قیساحمد پهخپلې رسمي فېسبوکپاڼې او ټویټرپاڼې پهدې اړه څه نهدي لیکلي؛ خو پهخپله ټویټر پاڼه یې پهدې اړه خپور شوی راپور شریک کړیدی.
.jpg)
ویل کېږي چې د سږ کال ۶م پړاو بنګلهدېش کرېکټ پریمیرلیګ کې به د ICON درجې لوبغاړي نه وي، بلکې د A+ ترنامه لاندې به په شاوخوا ۲ سوو زرو امریکایي ډالرو ولوبېږي.
دغه راز پهدې پریمیرلیګ کې د مشهورو بهرنیو لوبغاړیو د جلبولو لهپاره پیسې اضافه شوېدي چې له A نیولي تر D کټهګورۍ به بهرني لوبغایړو د غوره کېدو او لوبېدو په بدل کې له ۱۰۰زره او ۵۰ زرو ډالرو نیولې تر ۲۰ زرو ډالرو پورې ترلاسه کړي.
د بنګلهدېش د سږ کال کرېکټ پریمیرلیګ سیالۍ د راتلونکي ۲۰۱۹ کال جنورۍ په ۵مه د ۷ لوبډلو ترمنځ پیلېږي او د فېبرورۍ په ۸مه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته رسېږي چې د تېرکال اتله رانګپور رایډرز لوبډله به پهکې له خپلې تېری اتلولۍ دفاع کوي.





