
د جوزجان لسګونه اوسېدونکیو، د ملي جنبش ګوند پلویانو او قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې حکومت ته خبرداری ورکړ، کهچېرې د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت کې ښهوالی رانهشي؛ را روانې ټاکنې به تحریم کړي.
د قومي شورا مشر عبدالمجید صمیم او د جوزجان د ځوانانو جنبش مشر قدرتالله وطن ادعا کوي چې شمال کې ناامنۍ پلان شوي چې راتلونکې پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې ترسره شي.
جوزجان کې د ملي جنبش ګوند پلویان او قومي مشران وايي، کهچېرې مرکزي حکومت د هغوی غوښتنو ته ـ چې د ټاکنو شفافیتاو امنیت تامینول او شمال کې محاربوي عملیاتو کې د جنرال دوستم ونډه اخیستل دي ـ پام ونهشي؛ هر ډول اقدام به ترسره کړي.

د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني تاییدوي چې امنیتي ګواښونه زیات شوي؛ خو ډاډ ورکوي چې د پوځي عملیاتو په لاره اچولو سره به د طالبانو د فعالیت مخه ونیسي.
د جوزجان له ولسوالیو څخه چې کوم اطلاعات سلاموطندار ته رسېدلي، د دغه ولایت له لسو ولسوالیو یوازې یوه ولسوالۍ خوندي امنیت لري او پاتې ۹ ولسوالۍ تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.
ځېنې راپورونه دا هم وايي چې ان د پنځو ولسوالیو لارې هم د دولتي کارکوونکيو او ځواکونو پر مخ تړل شوي دي.





