د پکتیا پانګوال او سوداګر وايي، په صنعتي پارک کې د ځمکې او برېښنا نهشتوالي د دوی چارې ټکنۍ کړېدي.
په ګردېز کې د صابون جوړولو فابريکې مسوول عبدالله خان او د رخت فابريکې مشر محمد صديق وايي، په ګردېز ښار کې د فابريکو په جوړولو په سلګونو زره ډالر لګولي او خپلې فابريکې یې له پاکستانه رالېږدولي؛ خو د برېښنا او مناسب ځای نهشتوالي يې د کار د ښهوالي او پراختيا په مخ کې خنډونه جوړ کړيدي.
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي چې ډېرو داخلي او ځېنو بهرنيو پانګوالو پهدې ولايت کې ورسره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لهپاره اړيکې نيولې دي؛ خو په خبره يې، صنعتي پارک او د برېښنا نهشتوالي او خراب امنيتي وضعيت يې د عملي کېدو مخنیوی کوي.
د ده په خبره، په پکتيا کې ۸۰ بېلابېلې فابريکې موجودې دي چې څه د پاسه ۵ ميلیونه امريکايي ډالره ارزښت لري.
خو د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو رييس نقيبالله سرحدي وايي چې د بوديجې د نهشتوالي له امله د صنعتي پارک د فعالېدو چارې په ټپه ولاړې دي.
نوموړی وايي، که پانګوالو ته زمنيه برابره شي؛ د کابو ۳۰ ميليونو ډالرو نورې پانګونې لېوالتيا هم لري.
د پکتيا د برېښنا رييس محمداصف نيازي سلام وطندار ته وويل چې تر اوسه ورته د سوداګري او صنايعو ادارو لهخوا د پانګوالو د اړتيا وړ برېښنا اندازه نهده ښودل شوې او که دا کار وشي؛ د صنعتي پارک له فعاليدو سره به سملاسي دوی هم لاس په کار شي.
د پکتيا صنعتي پارک له څوو کلونو راهيسې منظور او ګردېز ته د ولسمشر غني په وروستي سفر کې افتتاح شو؛ خو تر اوسه د ۸۰ فابريکو څښتنان د دې صنعتي پارک د ځمکې په نهشتوالي کې په کرايه ځايونو کې فعاليت کوي.