د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکیو نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د کابل ښار ۳۰۰ ملاامامانو ته د زدهکړې ورکولو په تړاو د حج او اوقافو وزارت سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د جوماتونو دغو ملا امامانو ته د چاپېریال ساتنې او له طبیعي منابعو څخه د خوندیتوب په برخه کې زدهکړه ورکول کېږي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې معین محمدیوسف حمیدیان وايي، د دې هوکړهلیک په اساس، ملا امامان د حج او اوقافو وزارت له لوري معرفي کېږي او څلورو ورځو کې به د چاپېریال ساتنې او د طبیعي منابعو ارزښت او ننګونو په اړه زدهکړه ورکړل شي چې ملا امامان به د جومات ممبر له لارې خپلې زدهکړې کابل ښاریانو سره شریکې کړي.
د نوموړي په وینا، دغه څلور ورځني ورکشاپ کې د اوبو او طبیعي منابعو ارزښت، له بېکیفیته سوند توکیو څخه د ګټنې او زیانونو په اړه هغو ته زدهکړه ورکول کېږي.
د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین عبدالحکیم منیب وايي، د دیني ارشاداتو ترڅنګ، د چاپېریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکول، د جوماتونو د ملا امامانو له مسوولیتونو څخه دي.
د دې ورکشاپ په اړه داسې مهال خبر ورکول کېږي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو په وینا، تېرو کلونو ته په پرتلې د کابل ځمکې لاندې اوبه، ۵ متره ښکته تللي او د سرحدي سیمو ۳۰ سلنه یخچالونه اوبه شويدي.