هلمند کې ۱۰۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانستل کېږي

د هلمند پوهنې ریاست چارواکي وايي، د ۱۱۹ تړلیو ښوونځیو له ډلې ۱۰۰ یې بېرته پرانستل کېږي چې له کبله به یې لسګونه زره زده‌کوونکیو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي.

د هلمند پوهنې رییس داوودشاه صفاري وايي، د دې ولایت په هغو سیمو کې ښوونځي تړلي دي چې د وسله‌والو طالبانو په واک کې دي، خو په وینا یې د سیمه‌ییزو مخورو په همکارۍ به د روان ښوونیز کال تر پایه شاوخوا ۱۰۰ ښوونځي او مدرسې بېرته پرانېزي.

د دغو مسوولانو په وینا، هلمند کې د شاوخوا ۴ ښوونځیو او مدرسو له ډلې ۱۱۹ هغه یې تړلي دي چې په‌دې وروستیو کې یې ۶ ښوونځي پرانستل شوي او د نورو پرانستلو له‌پاره هم هڅې روانې دي.

د دوی د مالوماتو له مخې یاد ۱۰۰ ښوونځي به د دې ولایت په ۳ ولسوالیو کې بېرته پرانستل شي.

د صفاري په وینا، سږکال یې هغو زده‌کوونکیو ته لیلیې هم جوړې کړي چې له ناامنو ولسوالیو د دې ولایت مرکز لښکرګا او ګرشک ولسوالۍ ته راغلي دي.

د هلمند د پوهنې رییس د مسلکي ښوونکیو د شمېر له کموالي هم سر ټکوي او وايي، اوس‌مهال شاوخوا ۲۸۶۱ ښوونکیو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې دوه هلمندي زده‌کوونکي عبدالله او عبدالولي چې له ناامنو ولسوالیو د دې ولایت مرکز او ګرشک ولسوالۍ ته د زده‌کړې په موخه راغلي له مسوولانو غواړي چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د بندو ښوونځیو پرانستې ته وهڅوي.

دوی که څه هم له حکومت خوښ دي چې د زده‌کړو اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي، خو وايي ګڼ شمېر زده‌کوونکي له خپلو سیمو لښکرګا او ګرشک ولسوالۍ ته نه‌شي راتللی چې زده‌کړې وکړي؛ نو په‌کار ده چې په خپلو سیمو کې له طالبانو سره په تفاهم ورته نوي ښوونځي جوړ کړي او یا هم تړل شوي هغه بېرته پرانېزي.

سره له دې چې اوس‌مهال هم د هلمند پوهنې ریاست کې د ستونزو او فساد پر موجودیت نیوکې کېږي، خو د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان یې پړه د دې ریاست پر مخکیني رییس وراچوي او د نوي ښوونیز کال پیل له‌پاره د چمتووالي خبره کوي.

د یادونې ده چې په هلمند ولایت کې ټولټال ۲۱۳۱۷۰ زده‌کوونکي چې ۴۹۴۴۲ یې نجونې دي، ښوونځیو ته ځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام