
د ختیخ کادري مدني بهیر په نوم یو بنسټ نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د ټول هېواد د ناامنۍ په ځانګړي ډول د ختیځو ولایتونو په اړه اندېښنه وښوده.
د دې بهیر مشر بهیر مشر ډاکټر عبدالودود افغان وویل چې د ختیځو ولایتونو په ناامنیو کې ګاونډي هېوادونه او ځايي زورواکان لاس لري.
د ښاغلي افغان په خبره، د ختیځو ولایتونو ناامنیو کې د کورنیو او بهرنیو لاملونو د بېلګو په توګه د ګاونډیانو استخباراتي کړیو لاسوهنه، بېوزلي، پیاوړې اقتصادي او سیاسي مافیایي کړۍ، د ځمکوغاصبان او نورو یادونه وکړه.
د ختیخ کادري مدني بهیر مشر زیاته کړه، حکومت د دې حالت بدلون لهپاره هېڅ ډول اراده او کړنلاره نهلري او ځېنې کړۍ هڅه کوي چې ختیځ ولایتونه د ټول هېواد د ناامنۍ پر منشا او بستر بدل کړي او د نویو جنګي پروژو د تطبیق لهپاره لار پرانیزي.

ده وویل، اړوند دولتي بنسټونه دغه کسان او کړۍ پېژني؛ خو د مخنیوي لهپاره یې اقدام نهکوي.
ده خبرداری ورکړ، که ولس او حکومت د دې ناخوالو مخه ونه نیسي؛ په وینا یې، هغه ورځ به لېرې نه وي چې ختیځ ولایتونه بل وزیرستان جوړ شي.
غونډې کې د د ختیخ کادري مدني بهیر په استازولۍ هارون هاند په لسو مادو کې د دې بنسټ پرېکړهلیک ولوست چې د نامنیو په اړه د حکومت روښانه کړنلارې د نهشتوالي، په خیتځ کې د خپلسرو زورواکانو او مافیایی کړیو، یرغمل، وژنو، غصب او قاچاق په تړاو پهکې نیوکې او غوښتنې شوېوې.
د یاد بنسټ پرېکړهلیک په روان حالت کې د مثبت بدلون لهپاره حکومت ته دوې میاشتې وخت ورکړی او ویلي یې دي چې له دې پرته به خپله لاس په کار شي.
د یادونې ده چې پهدې وروستیو کې د ختیځو ولایتونو په تېره د ننګرهار امنیتي وضعیت خراب شوی چې په اړه یې ځایي مشرانو، مدني او سیاسي بنسټونو په وار ـ وار اندېښنې ښودلې دي.





