یو سوداګر: د کندهار امنیه قوماندان مې ۱۰ زغره‌وال موټر درولي

د علي‌محمد بافیض لوژیستکي شرکت خاوند ویس عزیزي نن په کابل کې رسنیو ته وویل چې په ۱۳۹۴ کال کې یې له هراته کابل ته د ملي‌‌اردو په کاروان کې خپل وسایط را لېږدول؛ خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق کسانو د دې کار اجازه ورنه‌کړه.

دی وایي، په‌دې کاروان کې د ده ۱۰ زغره‌وال موټر و چې هر یو ورته په ۱۲۰ زره امریکایي ډالر ارزښت لرلو. د ده په وینا، غوښتل یې خپلې دا شمېر موټرې ناټو ته په کرایه ورکړي؛ خو د جنرال رازق کسانو له کاروانه یستي او په کندهار کې یې درولې دي.

د ده په خبره، د کندهار امنیه قوماندان په‌دې پلمه د ده موټرې درولي چې پاکستان ته یې لېږدوي؛ خو دی خپله دا ادعا ردوي.

عکس له ارشیفه

د ده په وینا، ارګ، کورنیو چارو وزارت او ملي شورا ته یې د خپلې ستونزې په اړه عرض کړی؛ خو هغوی مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د علي‌محمد بافیض شرکت مسوول همدارنګه زیاته کړه، جنرال رازق د ده ۲موټرې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ډالۍ کړي، څو یې کوم بل چا او پنځه په‌خپله جنرال ته ولاړ دي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي، که د دوی هڅې بریالۍ نه‌شي؛ نړۍوالې محکمې ته به عریضه وکړي.

یاد شرکت حکومت ته لس ورځې وخت ورکړ، که زغره‌وال موټر یې ور ونه سپارل شي؛ پراخو لاریونونو ته به مخه کړي.

هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدلرازق غبرګون هم راواخلو؛ خو بریالي نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام