د افغانستان APLT20 لیګ د لوبغاړیو «ډرافټ» نېټه اعلان شوه

که څه هم له ژمنې سره ـ سره افغان‌ کرکټ‌بورډ د خپلې رسمي خبرپاڼې په متن کې د افغانستان کرکټ پریمیرلیګ سیالیو له‌پاره د لوبغاړیو د خرڅلاو د ډرافټ نېټه اعلان نه‌کړه؛ خو بهرنیو رسنیو دا نېټه ډاګیزه کړه.

د کرکټ نیکسټ وېبپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان APLT20  لیګ کې به د لوبغاړیو ډرافټ د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې د عربي اماراتو په دوبۍ کې وشي.

یادې رسنۍ د عربي اماراتو په دوبۍ کې د دې لیګ له پرانیستغونډې وروسته دغه معلومات د افغانستان کرکټ پریمیرلیګ د پانګونې برخې همکاره «سنیکسر» شرکت د اجرایوي مشر هندي اشیش سیتي له خولي لیکلې دي.

د ښاغلي سیتي په وینا، د افغانستان په APLT20 لیګ کې د لوبېدو له‌پاره تراوسه پورې د ویسټ‌انډيزي کرېس ګیل، پاکستاني شاهد افریدي، نیوزیلینډي برینډن مکولم، پاکستاني مصباح‌الحق، سریلانکایي کمارسنګاکارا، بنګله‌دېشي تمیم اقبال، سریلانکایي تیسارا پریرا او سویلي افریقايي عمران طاهر په څېر لوبغاړیو د لوبېدلو له‌پاره نوم‌لیکنه کړې‌ده.

همدارنګه د افغانستان کرکټ پریمیر لیګ له‌پاره په ځانګړې شوی وېبپاڼه کې د پاکستاني مشهوره ال‌راونډر شعیب ملک انځور هم چاپ شوی‌دی.

په همدې حال کې بیا له پورته یادو شویو بهرنیو لوبغاړيو هېڅ یوه هم تراوسه په رسمي یا ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان په پریمیرلیګ کې نوم‌لیکنې خبره نه‌ده تایید کړې.

د دغه لیګ د پرانیستې، نوی لوګو ښودلو او د ۲ لوبډلو مالکانو ته د سندونو د سپارلو مراسم وړمه شپه د عربي اماراتو په دوبۍ کې ترسره شول چې په ترڅ کې یی د ۲ لوبډلو پکتیا او بلخ د مالکیت سندونه د هندي کمپنیوVROK اوLEGENDARY MAN ENTERTAINMEN  مسوولانو ته په نه اعلان شوي قیمت او امتیاز وسپارل شول.

دغه راز د کرکټ‌بورډ چارواکیو تمه وښوده چې ۳ پاتې لوبډلې کابل، ننګرهار او کندهار تراوسه نه‌دي پلورل شوي او راتلونکیو ورځو یا اوونیو کې به وپلورل شي.

د افغانستان APLT20 لیګ له‌پاره باید ۵ واړه لوبډلې د راتلونکې سپټمبر تر پایه وپلورل شي او باید د همدې میاشتې تر پایه ګډونوالې لوبډلې له کورنیو افغان او بهرنیو لوبغاړیو څخه خپلې لوبډلې د سیالیو له‌پاره تیارې کړي.

ټاکل شوې‌ده، د افغانستان دغه لومړی پړاو ۲۰ اوریز لیګ به د اکټوبر په ۵مې نېټې پیل شي او په ترڅ کې به یې د اتلې لوبډلې تر اعلانه ټولټال ۲۳ سیالۍ وشي.

د افغانستان کرکټ‌بورډ اجرایوي مشر شفیق‌الله ستانکزی وایي، پلان لري چې د افغانستان APLT20  لیګ په راتلونکیو څوو کلونو کې د نړۍ د ۳ مخکښو کرکټ‌لیګونو په کتار کې ودروي او له افغان پانګوالو یی وغوښتل چې د لوبډلو په اخېستلو کې پانګونه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام