سرپل: ۳ ناپېژندو هلي‌کوپټرو طالبانو ته تجهیزات رسولي

په سرپل ولایت کې یوه سیمه‌ييزه سرچینه چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل چې ۳ هلي‌کوپټرو تېره اوونۍ په کوهستانات ولسوالۍ کې ناستې دي او پر طالبانو یې وسلې او تجهیزات وېشلي دي.

د سرچینې په وینا، د سرپل امنیتي وضعیت سم نه‌دی او وسله‌وال طالبان د دې ولایت پر مرکز د برید هوډ لري.

په همدې حال کې د سرپل د والي ویاند ذبېح‌الله اماني وايي چې په‌دې اړه ورته راپورونه رسېدلي او په تړاو یې څېړنې روانې دي. نوموړی زیاتوي، اوس‌مهال دا راپور نه رد او نه تاییدوي.

د سرپل د کوهستانات او د فاریاب بلچراغ ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکیو شاوخوا ۳ اوونۍ وړاندې ویلي وو چې د داعش ډلې بهرنیو جنګیالیو د پیسو په بدل کې د طالبانو یو شمېر سیمه‌ییز قوماندانان رضا کړي چې له دوی سره فعالیت وکړي.

دغه راز د سرپل سیمه‌ییزو مسوولانو څه موده مخکې د دې ولایت صیاد ولسوالۍ هغو سیمو کې چې د طالبانو په لاس کې ده، د ۲ هلي‌کوپټرو ناسته تایید کړې وه. د هغوی په وینا، یادې هلي‌کوپټرې د طالبانو تجهیز له‌پاره راغلې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام