یو شمېر وسلهوالو نن (پنجشنبه) سهار ۱۰ بجې د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند، قلعهوزیر سیمې کې د ملي امنیت پر یو روزنیز مرکز ډلهییز برید وکړ.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي سلام وطندار ته وویل چې وسلهوال لومړی یاد مرکز ته نږدې یوې نیمجوړې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې د ملي امنیت پر ښوونیز مرکز ډزې پیل کړې.
د ستانکزي په وینا، بريد کې دوه بریدګر وژل شوي او د نورو د وژلو لهپاره چاڼيز عملیات روان دي، خو امنیتي ځواکونو ته پهکې مرګژوبله نهده اوښتې.
تر دې مخکې هم د ملي امنیت پر دې روزنیز مرکز ډلهيیز برید شوی و چې امنیتي ځواکونو ته تر مرګژوبلې اړولو پرته بریدګر له پښو غورځول شوي وو.
تراوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نهدی اخیستی.
د ملي امنیت پر روزنیز مرکز داسې مهال برید کیږي چې تطره ورځ هم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید له کبله چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی و، ۴۸ کسان ووژل شول او ۶۸ نور ټپیان شول.