غور کې د مالي ستونزو له کبله د شاوخوا ۴۰ چاپي خپرونو فعالیت درېدلی دی.
د دې ولایت یوشمېر فرهنګیان او د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان اندېښنه ښيي چې غور کې چاپي رسنیو خپل مخاطبان له لاسه ورکړي او حکومت او له رسنیو ملاتړي بنسټونه یې هم ملاتړ نهکوي.
غور کې شاوخوا ۴۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ خپرونې خپرېدې چې اوس یې فعالیت په ټپه ولاړ دی.
د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس فخرالدین اریاپور سلاموطندار ته وویل چې تر طلوع دولتي چاپي خپرونې پرته، نورې ټولې سقوط شويدي.
فرهنګ رییس فخرالدین اریا پور سلام وطندار ته وویل چې، د طلوع په نوم له یوې دولتي خپرنیزې پرته د ټولو چاپي رسنیو فعالیت په ټپه دریدلی.
نوموړی د یادو رسنیو د نهفعالیت لامل، دې ولایت کې د ټولنیزو شبکو پراخ پرمختګ او مالي ستونزې بولي.
په همدېحال کې د «هیس» میاشتنۍ خپرونې مسوولمدیر یارمحمد یاور وايي، شاوخوا ۳ کاله یې یاده خپرونه وچلوله او په کار کې یې هم هېڅ ستونزه نهوه، خو د مالي ستونزو او ورنه د اړوندو بنسټونو نهملاتړ له کبله نږدې یوکال کېږي چې خپرونه یې چاپ کړې نهده.
بلهخوا د غور یوشمېر لیکوالان او فرهنګیان په دې ولایت کې د چاپي رسنیو نهفعالیت اندېښمن کړي او وايي، که دا حالت همداسې دوام وکړي، خلک به د کتاب، اخبار یا مجلې لوستلو فرهنګ هېر کړي.
د غور فرهنګیانو له ډلې محمدنصیر توکلي وايي، د یادو چاپي رسنیو فعالیت د مالي ستونزو ترڅنګ، د خلکو نهلېوالتیا له کبله هم درېدلی دی.
اوسمهال غور کې د یو دولتي ټلوېزیون ترڅنګ، ۴ خصوصي راډیوګانې هم نشرات لري چې هغه هم له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.