پاکستاني لوبغاړي د لوبېدو په بدل کې څومره معاش اخلي؟

د پاکستان کرېکټ بورډ د اسټرالیايي مشر روزونکي (مېکي ارتر) تر منل‌کېدو وروسته پرون (دوشنبه) د ۳۳ مخکښو لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې میاشتنی معاش به اخلي.

دغه لوبغاړي به په بېلابېلو ټېسټ، ۵۰ اوریزو او ۲۰ اوریزو سیالیو کې ولوبېږي چې د تېرکال په پرتله به ۲۵ سلنه ډېر معاش او ۲۰ سلنه زیات مېچ‌فېس واخلي.

احمدشهزاد، سمېع اسلم او سهیل‌خان چې د تېرکال په ۳۶ کسیز نوملړ کې وو، له سږني هغه نه اېستل شوي او اعلان شویو کټګوریو کې نه‌شته.

رسنیو ته د پاکستان کرېکټ بورډ له لوري لېږل شوې خبرپاڼې له مخې په «الف» کټګورۍ کې د محمدحفیظ ځای په «ب» کټګورۍ کې له بابراعظم سره بدل شوی دی.

سرفرازاحمد، اظهرعلي، بابراعظم، شعیب‌ ملک، محمدعامر او یاسرشاه په ټېسټ، ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو سیالیو کې د پاکستان د «الف» کتګورۍ لوبډلمشران دي.

راحت‌علي په «سي» کټګورۍ کې خپل ځای له لاسه ورکړی، خو امام‌الحق بیا په‌کې ځای لري چې وهاب ریاض، شان مسعود، حارث سهیل، محمدنواز، عثمان شینواری، جنیدخان او محمدعباس هم ورسره دي.

دغه راز راحت‌علي، رومان رییس، اصف‌علي، حسین‌ طلعت او عثمان صلاح‌الدین په «ډي» کټګورۍ او بلال اصف، سعدعلي، میرحمزه، امید اصف، محمدرضوان، صاحب‌زاده فرحان او شاهنشاه  افریدی په وروستۍ او نوې جوړې شوې کتګورۍ کې چې موخه یې د ځوانو غوړېدونکیو لوبغاړو مالي‌لاسنیوی ښودل شوی، شامل دي.

د یاد کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې به د «الف» کټګورۍ هر لوبغاړی د میاشتې ۸ لکه او ۷۵ زره کلدارې، د «ب» کټګورۍ به ۵نیم لکه کلدارې، د «سي» کتګورۍ به ۳ لکه او ۷۵ زره کلدارۍ، د «ډي» کټګورۍ به ۲ لکه کلدارۍ او د وروستۍ «اي» کتګورۍ لوبغاړي به د میاشتې ۱ لک پاکستانۍ کلدارۍ معاشونه واخلي.

دغه راز د «الف» کټګورۍ لوبغاړي چې د ټېسټ‌لوبډلې غړي دي، د هرې ټېسټ‌لوبې په بدل کې به ۱۱نیم لکه پاکستانۍ کلدارۍ مېچ‌فیس ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرېکټ‌بورډ هم له ۸ لوبغاړو سره «سنټرل کنټرکټ» لاسلیک کړی، خو په دې اړه یې رسنیو او مینه‌والو ته معلومات ورکړي نه‌دي او لاڅرګنده نه‌ده چې افغان‌کرېکټ‌بورډ چا ته، څومره او په کوم اساس میاشتنی معاش او مېچ‌فیس ورکوي؟

افغان کرېکټ‌بورډ تل د «سېنټرل کنټرکټ» لوبغاړو نوملړ او میاشتنی معاش د لوبغاړو او روزونکو خصوصي حریم ګڼلی او همدا یې د یاد نوملړ نه‌خپرولو اصلي لامل بللی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام