
د بغلان د دوشي ولسوالۍ ځېنو اوسېدونکيو نن پهدې ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخې ته په یوې غونډې کې د ولسي جرګې د نوماندانو له لومړني نوملړه د سیدجعفري نادري او سید داود ناري د نومونو لېرې کولو غوښتنه وکړه.
دغه کسان ادعا کوي چې د نادري کورنۍ په سیستماتیک ډول د دوشي ولسوالۍ د کیاندرې اوسېدونکيو په وژنو او وهلو- ټکولو کې رول لري.
دوی وايي، کهچېرې د نادري کورنۍ غړي ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي؛ په کیاندره کې به د وژنې او وهلو- ټکولو دستګاه ځواکمنه شي.
اعتراضکونکي ادعا کوي چې د نادري کورنۍ د ظاهرشاه له واکمنۍ راهیسې ۱۲۰ روڼاندي او زدهکړیالان وژلي چې عدلي او قضايي بنسټونو د قربانیانو د کورنیو عریضو ته قناعتکوونکی ځواب نهدی ورکړی.
د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکی او معترض نورمحمد ادعا کوي چې سید منصور نادري خپلو زامنو سره یو ځای د ارباب یوسف په نوم یو شخص ته سپیان ور خوشې کړل او په سپیانو یې وداړلو.
د دوشي ولسوالۍ د کیاندرې بل اوسېدونکی حفیظالله اويي چې سید داوود نادري ۱۳۹۴ کال کې د دوشي ولسوالۍ په روغتون کې د «ډاکټر صفيالله» په نامه د ده زوی ووژلو؛ خو عدلي او قضايي بنسټونو تراوسه پورې دغې دوسیې ته لاسرسی نهدی کړی.

خو د نادري کورنۍ غړي د اعتراضکوونکیو د ادعاوو په ردولو سره وايي، هغوی د کیاندرې وژنو او جنایت کې هېڅ رول نهلري.
د دوی په وینا، کهچېرې دغه کسان څه اسناد لري؛ عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلی شي.
سید داود نادری بو سید جعفر نادري، د اعتراضکوونکیو د غوښتنو په غبرګون کې داسې وايي، معترضانو د هغو کلونو په اړه ادعا کوي چې ما افغانستان کې ژوند نهدی کړی.
سید داود نادري له کابل او سید جعفري نادري له بغلان څخه ولسي جرګې ته نوماندان دي.
پر ډېرو هڅو سربېره ونه توانېدو پهدې برخې کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لیدلوری راواخلو؛ خو دغه کمېسیون لهدې مخکې ویلي وو چې د ټاکنیزو شکایتونو ترلاسه کولو موده پای ته رسېدلې ده.