
ځېنې ځوان سندرغاړي داسې سندرې وايي چې ځوانان نشهیي توکیو او بچه بازۍ ته هڅوي او له همدې لارې زیاتې پیسې تر لاسه کوي.
د خوست د ټولنیزو شبکو کاروونکي په هغو سندرغاړیو باندې کلکې نیوکې کوي چې مبتذلې او غیراخلاقي سندرې وايي. خوستمېشتي د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست د دا ډول سندرو په مخنیوي کې په ناغېړۍ تورنوي.
خو سندرغاړي بیا دا کار خپل مجبوریت ګڼي او وايي، دوی په محلي محفلونو کې ګواښل کېږي چې د ګډونوالو په خوښه هر ډول سندرې ووايي.
د خوست دوو هنرمندانو ماسټر چینیوال او سیدالله ګربز سلام وطندار سره په خبرو کې دا ومنله چې سندرې یې د ټولنې په زیان دي؛ خو وايي، د خوښیو په ډېرو محفلونو کې د ټوپک په زور مجبور کړل شوي چې مبتذلې سندرې ووايي؛ ګني پیسې ترې اخلي او پروګرام نه یې وباسي.
دوی همداراز یاتوي چې دولت یې د خوندیتوب پلان نهلري او نه یې هم تر اوسه د هنرمندانو مسلکيتوب او د ستونزو د حل په پار کوم ورکشاپ برابر کړیدی.

که څه هم هغه څوک په دغو خوستمیشتو سندرغاړیو نېوکې کوي چې دوی د شعرپېژندنې په برخه د خوست او هېواد په کچه منلې څېرې دي؛ خو د دې ولایت د هنرمندانو ټولنې مشر ګلرؤف شوقي بیا پهدې نظر دی چې دوی ښې سندرې وايي؛ خو خلک ترې غلطه مانا اخلي.
د ده په خبره، نږدې د نړۍ د ډېرو ټولنو په شعر او ادب یا په ټوله کې په فرهنګي برخه کې د شرابو او نشې یادونه شته؛ خو د دې اصلي معنا همدا نه وي.
بلهخوا خوست کې د نشهیي توکیو پر ضد مبارزې رییس نجيالرحمان همدرد هم مني چې دوی ته ځېنو ځوانانو د خوستمېشتو هنرمندانو په اړه شکایتونه شوي چې ګني په ټولنه کې فساد خوروي.
د ښاغلی همدرد په وینا چې له هنرمندانو باید ازموینه واخېستل او وروسته د سندریو ویلو جواز ورکړل شي.

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامینشاه الفت سلام وطندار سره خبرو کې د خلکو نیوکې تاییدوي؛ خو وايي چې هنرمندان هم زیاتې ستونزې لري او اړ دي چې له همدې لارې پیسې وګټي.
د ده په وینا، د هنرمندانو ستونزې به له کابل سره شریکې کړي چې دوی لومړی، مسلکي، ثبت او راجسټر شي او بیا سندرې ووایي.
څه موده مخکې هغو سندرغاړیو ته – چې ټولنې ته په زیان تمامېږي – د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ښو «سندر بولو» په نامه ستاینلیکونه ورکړل او ویې ستایل.





