زورواکان او د دولت ځینې ملاتړي وسلهوال بغلان کې معتادانو ته په اسانۍ او ټیټه بیه نشهيي توکي ورکوي.
د دې ولایت یو شمېر روږدي کسان سلاموطندار سره مرکه کې، په دې ولایت کې د نشهيي توکو کښت او ورباندې د اخته کسانو زیاتوالي لامل همدا زورواکان او ځینې دولتپلوه وسلهوال یادوي.
د بغلان دوه اوسېدونکي لطفالرحمان او شریفالله چې ۴ کاله وړاندې یې د ملياردو په لیکو کې دندې هم لرلې، وايي نشهيي توکي د هېواد له پولو نه راځي، بلکې دلته کرل کېږي، فابريکې لري، زورواکي او ځینې دولتپلوه کسان یې په ټیټه بیه روږدو کسانو ته ورکوي.
د دوی په وینا، اوسمهال د ځوانانو ترڅنګ، ښځې هم پر نشه اخته شوي او همدا زورواکان دي چې تر وېرې پرته یې راوړي او پر موږ یې پلوري.
د معلوماتو لهمخې پوډر، ښیښه، تریاک او چرس، هغه نشهيي توکي دي چې بغلان کې تود بازار لري او معتادان یې پرېمانه مصرفوي.
په همدې حال کې د بغلان د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې رییس فضلالحق اندرابي هم مني چې په یاد ولایت کې د نشهيي توکو عرضه زیاته شوې، خو وايي امنیتي ځواکونه ورسره د یادو توکو لهمنځه وړلو برخه کې همکاري نهده کړې.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه په بغلان کې د نشهيي توکو کروندو لهمنځه وړلو برخه کې پاتې راغلي او همدا سبب دی چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د نشهيي توکو کښت، کارول او قاچاق له ۵۰ تر ۶۰ سلنه زیات شوي دي.
خو د بغلان پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع سلام وطندار ته وویل، ناامنیو پهدې ولایت کې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې کې د امنیتي ځواکونو مخه نیولې او همدا لامل دی چې کروندې یې له منځه وړي نهدي.
نوموړي هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې پولیس د نشهيي توکو پېر او پلور کې لاس لري. د ده په خبره، که پر پولیسو یا هم نورو کسانو د نشهيي توکو پېر او پلور ثابت شي، پر وړاندې به یې جدي اقدام وکړي.
بلهخوا د بغلان عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، ورځ تر بلې پر نشهيي توکو روږدو کسانو زیاتېدو ته په کتو، د ټولو معتادانو د درملنې لهپاره لازم امکانات نهلري.
د دوی په وینا، بغلان کې د نشهيي توکو روږدو کسانو لهپاره یوازې ۱ مرکز شته چې هرکال د ۲۵۰ معتادانو درملنه پهکې کېږي.
اوسمهال د بغلان مرکز «پلخمري» اړوند، قهوهخانې باغ پر نشهيي توکو روږدو کسانو لهپاره خوندي ځای دی چې هره ورځ لسګونه معتادان پهکې راټولېږي او نشې کوي.