کرېکټ‌بورډ لوبڅارانو له‌پاره درجه بندي (رېنکېنګ) اعلانوي

افغان کرېکټ‌بورډ په لومړي ځل لوبڅارانو ته د انعام او سزا ورکولو له‌پاره پر درجه‌بندۍ (رېنکېنګ) کار کوي او راتلونکیو څو ورځو کې به یې اعلان کړي.

د افغانستان کرېکټ‌بورډ د لوبو پرمختیايي څانګې مسوول نظیم‌جار عبدالرحیمزي سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکې کې وویل، دوی د لوبڅارانو له‌پاره د پرېکړو، پيچ‌کتلو، وخت ته پام کولو، شخصیت‌لرلو، د لوبډلې تنظیم او دې ته ورته نور چې ۸ یا ۹ موارد دي، په پام کې نیسي.

د همدې رېنکېنګ له‌مخې به لوبڅارانو ته نومرې ورکول کېږي؛ پرمختګ او شاتګ به کوي.

د نظیم‌جار په وینا، لوبڅاران په لوی لاس ناسمې پرېکړې نه‌کوي، خو که ورباندې ثابتې شي، له‌پاره یې سختې سزاوې ټاکل شوي. نوموړی وايي، که لوبڅاران د پرېکړو پرمهال تېروتنه وکړي، نومرې یې کمېږي او افغان لوبڅاران به هم تر دې وروسته د خپلو ناسمو پرېکړو له کبله په درجه بندې کې ښکته لاړ شي.

نظیم‌جار زیاته کړه، دوی به د بنګله‌دېش په وړاندې، ۳ وو شل اوریزو لوبو او د تېرې میاشتې غازي امان‌الله خان (لېسټ اې) سیالیو پرمهال ټولې شوې پرېکړې او دغه راز د مخالفو لوبغاړو له‌خوا شوې او رد شوې غوښتنې وڅېړي او په دې اړه تر پرېکړو وروسته به ډېر ژر د افغان لوبڅارانو درجه بندي (رېنکېګ) اعلان کړي.

افغان کرېکټ‌‌بورډ کې د لوبڅارۍ معیاري کولو له‌پاره تر هغې وروسته هڅې چټکې شوي چې د کرېکټ مینه‌‌والو ترڅنګ، د کرېکټ ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو هم د کورني کرېکټ پر لوبڅارانو نیوکې زیاتې کړې.

افغان لوبغاړو په تېرو کورنیو کرېکټ سیالیو کې د لوبې پرمهال یو پر بل پسې بېټونه واخیستل او د سږکال غازي امان‌الله خان په دویم‌پړاو (لېسټ اې) کرېکټ سیالیو کې له لوبڅار سره د ناوړه چلن له کبله پر ګلبدین نایب د ۲ لوبو بندیز ولګېد. دغه راز شهزاد محمدي د لوبڅار خلاف خبرو له کبله له یوې نړۍ‌والې ۵۰ اوریزې لوبې محروم شو.

ښاغلي نظیم‌جار وویل، کرېکټ‌بورډ د افغان لوبڅارانو د پیاوړتیا له‌پاره هلې ځلې کوي او څو تنه به یې د اګېسټ میاشتې په ۱۸ مه او ۱۹ مه د کرېکټ نړېوالې شورا له‌خوا جوړېدونکي ورکشاپ ته چې د سریلانکا پلازمېنې (کولمبو) کې جوړېږي، ولېږي، خو نوموړي د یادو لوبڅارانو نومونه ونه ښودل.

د کرېکټ پرمختیايي برخې مسوول اوسنیو مخکښو افغان لوبڅارانو ته خبرداری ورکړ، که په لوبڅارۍ او پرېکړو کې یې ښه‌والی را نه‌شي، په درجه بندۍ کې به ښکته او پرځای به یې نور هغه غوره شي.

د نظیم‌جار عبدالرحیمزي په وینا، ډېره کمه موده کېږي چې د افغانستان لوبڅاري نړۍ‌واله شوې ده. د ده په خبره، که څه هم د کرېکټ مینه‌وال، کامرې، د لوبې ژوندۍ خپرول او مخالف لوبغاړي پر لوبڅار فشار راوړي، خو په وینا یې اوس پر دې کار کوي چې څنګه لوبڅاران له تېروتنو را وګرځوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام