وسلهوالو طالبانو له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې د فاریاب کوهستان ولسوالۍ ۵۰۰ اوسېدونکي کلابند کړيدي.
طالبانو شاوخوا ۵۰ ورځې مخکې له امنیتي ځواکونو سره تر سختې جګړې وروسته یاده ولسوالي ونیوله.
په سیمه کې کلابند کسان وايي، ټول امکانات یې خلاص شوي او اوسمهال د ډوډۍ پرځای، واښه، ککړ خوراکي توکي او ان د آس غوښه خوري.
په همدې حال کې د کوهستان ولسوالۍ سرپرست امنیې قوماندان محمدناصرخان سلاموطندار ته وویل، که څه هم ۵ کاله وړاندې له مرکزه کوهستان ولسوالۍ ته غځېدلې لار بنده شوېوه؛ خو د یادې ولسوالۍ سقوط سره د خلکو ژوند نور هم ترینګلی شو.
بلهخوا د فاریاب والي نقیبالله فایق وايي، د یادې لارې پرانېستل د افغان امنیتي ځواکونو له توانه وتلې او اړتیا ده چې بهرني ځواکونه پهدې برخه کې همکاري وکړي.
وسلهوالو طالبانو څه موده مخکې د کوهستان ولسوال عبدالرحمان پناه تر وژلو وروسته د کوهستان ولسوالي ونیوله؛ خو حکومت یې تر اوسه د بېرته نیولو لهپاره اقدام نهدی کړی.